د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د یو جومات ترڅنګ چاودنه شوې.
کراچۍ کې چاودنه شوې
1827850
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د یو جومات ترڅنګ چاودنه شوې.
د کراچۍ ښار د کهارادر په سیمه کې د میمن جومات ترڅنګ چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کراچۍ ښار د مسئولینو په وینا پدې چاودنه کې یوې میرمنې ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. د چارواکیو په وینا د ټپیانو نه د ۴ تنو روغتیايي حالت ښه ندی.
په پیښه کې د پولیسو د ګزمې یو موټر هم زیان لیدلی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. پولیسو د برید په اړه تحقیقات پيل کړي دي.
ویل کیږي د برید هدف د پولیسو موټر وو. چاودنه د پولیسو موټر د سیمې نه د تیریدو پر مهال رامنځته شوې ده . ویل کیږي بم په یو موټرسایکل کې ځای په ځای شوی وو.