د پاکستان د لاهور په ښار کې د انارکلي  په بازار کې درنده چاودنه وشوه.

په لاهور ښار کې خونړۍ چاودنه شوې

1765785
د پاکستان د لاهور په ښار کې د انارکلي  په بازار کې درنده چاودنه وشوه.

 

د لاهور امنیتي مقاماتو ویلي دي  چې نن پنجشنبه د جنوري شلمه نيته د انارکلي په بازار کې چاودنه رامنځته شوه چې په نتیجه کې دوه تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د چاودنې له امله په سیمه کې د نږدې دوکانونو او ودانیو ښیښې ماتې شوي او موټرو او موټرسایکلونو ته هم زیان اوښتی دی.

د لاهور د پولیسو د عملیاتي څانګې مشر ډاکټر محمد عابد خان خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات دوام لري. لومړني تحقیقات دا ښايي چې چاودنه په سیمه کې د ځای په ځای شوي بم د چاودیدو له امله رامنځته شوې ده.

د بله پلوه د لاهور د روغتون مسئولینو ویلي دي چې پدې پيښه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی چې یو يي د لسو یا ۱۲ کلونو ماشوم دی.

همداشان ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي چې درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.

د روغتون مسئولینو ویلي دي چې د ټپیانو نه د ۴ تنو روغتیايي حالت ښه ندی خو ډاکټران يي د ژغورنې په خاطر هلې ځلې کوي.

چاودنه په یوه بجه او ۴۵ دقیقو کې رامنځته شوې ده .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا  برید په کلکو ټکو غندلی او ډاکټرانو ته د ټپیانو د تداوۍ په خاطر لازم هدایت کړی دی. همداشان هغه د پنجاب د حکومت نه ددې پیښې په اړه د تفصیلي راپور د جوړولو غوښتنه کړې ده .

د پنجاب لومړي وزیر عثمان بوزدار دا برید په کلکو ټکو غندلی دی او د مسئولینونو يي هر څه ژر ددې پیښې د عاملینو د نیولو او د قانون منګولو ته د سپارولو غوښتنه کړې ده .

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه