په ایران کې په یوې زنځیري ټرافیکي پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ایران د اهواز په سیمه کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1759966
په ایران کې په یوې زنځیري ټرافیکي پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ایران د اهواز په سیمه کې زنځیري  ټرافیکي  پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ایران د ژغورنې  د ادارې ویاند ویلي دي چې نن دوشنبه د جنوري لسمه نیټه د اهواز ولایت د محور بهبهان په سیمه کې زنځیري ټرافیکي پيښه رامنځته شوه.

هغه ویلي دي چې په یو کتار کې ۹ موټرو او په مقابل کتار کې نږدې ۵۰ موټرې د یو بل سره جنګیدلي دي چې په نتیجه کې ۴ تنه مړه او ۲۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

همداشان پدې سیمه کې درې موټرو اور اخیستی دی.

ویاند ویلي دي چې د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي. د نوموړې پیښې لامل معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه