په ایران کې زلزله شوې
په ایران کې د ریشتر په کچه د ۵ په شدت سره زلزله رامنځته شوې
1753132
د ایران په سویل کې د هرمزګان په ولایت کې د ریشتر په کچه د ۵ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوې ده .
د تهران پوهنتون د مځکپیژندنې مرکز ویلي دي چې ددې زلزلې مرکز د هرمزګان ولایت اړوند د بندر عباس ښار دی.
زلزله په ځايي وخت د غرمې نه مخکې په ۱۱ بجو او یوه دقیقه رامنځته شوه.
زلزله د مځکې لاندې په ۱۵ کیلومتره ژوروالي سره رامنځته شوې ده .
په زلزله کې د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.