د ایران د قدس ځواکونو دوه تنه افسران ووژل شول
په ایران کې د قدس ځواکونو دوه تنه افسران په وسله واله نښته کې وژل شوي دي.
1752654
په ایران کې د قدس ځواکونو دوه تنه افسران په وسله واله نښته کې وژل شوي دي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس په زاهدان ښار کې د قدس ځواکونو د قومندانۍ د عامه اړیکو د ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې لیکلي دي چې تیره شپه په زاهدان کې د قدس د ځواکونو دوه تنه افسران د پوځي ماموریت پر مهال د ترهګرو سره په نښته کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
په بیان کې ددې پيښې په اړه د لا زیاتو معلوماتو ورکولو نه ډډه شوې ده.