د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په یوې پوځي  پوستې برید شوی دی.

په بلوچستان کې پر پوځیانو برید شوی

1752065
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په یوې پوځي  پوستې برید شوی دی.

 د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په یوې پوځي  پوستې برید شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي دي چې ترهګرو د بلوچستان ایالت د کیچ د ولسوالۍ پر مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې وسله وال  برید کړی دی.

د برید نه وروسته نښته پیل شوه چې په نتیجه کې ۲ تنه پوځیانو ژوند  د لاسه ورکړ.

د نښتې د پیلیدو نه وروسته ترهګر په تیښته بریالي شوي دي.

د ترهګرو د نیولو په خاطر په سیمه کې د پلټنې پراخه عملیات پيل شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې د پاکستان پوځ د ترهګرو د لمنځه وړو ته ژمن دی .

ترهګرو ددې ډول بریدونو سره غواړي چې د بلوچستان ایالت د سولې ، ثبات او ترقۍ مخه ونیسي.



اړوند خبرونه