ترکیې او ایران په خپلو منځونو کې په هر اړخیزه توګه د اړیکو د پراختیا پریکړه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل چې ایران او ترکیې په هر اړخیزه توګه د خپلو اړیکو د ودې او پراختیا په خاطر سره په تفاهم ورسیدل.

1740067

هغه وویل چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي‌ سره په ترکمنستان کې جوړه شوې د اقتصادي‌ همکاریو تشکیلاتو د ۱۵ سرمشریزې په چوکاټ کې لیدنه وکړه.

دا لیدنه پدې دوستانه او صمیمي‌ فضا کې ترسره شوه.

دواړو مشرانو په لیدنه کې د دوه اړخیزو په هر اړخیزه توګه د ودې او پراختیا په اړه تفاهم وکړ.

دواړو هیوادونو اړیکې تاریخي‌ اړیکې دي. همداشان پدې لیدنه کې دواړو مشرانو د ترکیې او ایران ترمنځه په عالي  کچه د همکاریو د شورا غونډه په تهران کې د جوړولو په اړه تفاهم وکړ. همداشان د ترکیې ولسمشر ښاغلی اردوغان به پدې غونډه کې د ګډون په موخه تهران ته سفر وکړي.

د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکمنستان کې جوړه شوې د اقتصادي‌ همکاریو د شورا د سرمشریزې په چوکاټ کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره لیدنه وکړه. دا لیدنه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو  تر شا ترسره شوې وه.

پيوندونه: #ایران , #ترکیه

اړوند خبرونه