د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په دوو جلا جلا پیښو کې ۵ تنو امنیتي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی
په پاکستان کې په جلا جلا پیښو کې ۵ تنه امینتي سرتیرو ژوند دلاسه ورکړی
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې په جلا جلا پیښو کې لږ تر لږه ۵ تنو امیني ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بلوچستان ایالت د هوشاپ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځه په نښته کې دوو تنو سرتیرو او بل تن هم په چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پآکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي دي امنیتي ځواکونو د تربت په سیمه کې د یو راپور د ترلاسه کولو نه وروسته د ترهګرو پر خلاف عملیات پيل کړل چې د ترهګرو سره نښته رامنځته شوه.
د بله پلوه نن خالي د سهار په ساعتونو کې د پاکستان په شمال کې په دوو جلا جلا بریدونو کې د دوو تنو پولیسو او شپږ تنو ملکي وګړو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شو دی.
د بلوچستان ایالت د مرکز کوټې ښار د پولیسو یو افسر علي رضا خبري رسنیو ته ویلي دي چې یوه چاودنه د کوټې ترڅیرمه شوې ده چې په نتیجه کې یو تن پولیسو مړ او ۳ تنو میرمنو په ګډون ۵ تنه پکې ټپیان شوي دي.
همداشان بله چاودنه د خیبرپښتونوا ایالت پولې ته نږدې شوې ده . پدې چاودنه کې هم یو تن پولیس مړ او یو تن ملکي وګړی ټپي شوی دی.