د خیبرپښتونخوا ایالت د کرمې په سیمه کې پر پاکستاني‌ پوځیانو برید شوی

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت اړوند د کرمې په سیمه کې پر پوځيانو وسله وال برید شوی دی.

1726070
د خیبرپښتونخوا ایالت د کرمې په سیمه کې پر پاکستاني‌ پوځیانو برید شوی

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي دي چې تیره ورځ د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د کرمې په سیمه کې پر پوځیانو برید شوی چې په نتیجه کې دوه تنه پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پوځ ویلي‌ دي چې اکتوبر د ۲۷ نیټې په شپه  د پاکستان او افغانستان په پوله کې ترهګرو پاکستان خاورې ته د راتیریدو هڅه وکړه. د ترهګرو په ډزو لاس پورې کړ

پاکستان پوځیانو سمدلاسه پر ترهګرو ځوابي بریدونه پیل کړل.

پدې نښته کې دوه تنه پاکستاني‌ پوځیانو ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان پدې بیان کې راغلي دي چې پاکستان د افغانستان نه ددې هیواد نه پر پاکستاني‌ پوځیانو برید غندلی دی او غوښتنه کړې ده چې هر څه ژر ددې ډول بریدونو مخنیوی وکړي.

د ویلو ده چې تیره ورځ هم د پاکستان د خیبرپښتونخوا د لکي‌ مروت په ښار کې پر پولیسو خونړی برید شوی چې په نتیجه کې ۴ تنه پولیسو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه