د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې دوه غبرګې چاودنې شوي دي.
په بلوچستان کې په غبرګو چاودنو کې ۳ تنه مړه او دوه تنه ټپیان شوي دي
په اسلام آباد کې زمونږ خبریال ویلي دي چې لومړۍ چاودنه د بلوچستان ایالت د تربټ په ښار کې د هوشب په سیمه کې شوې ده چې په نتیجه کې درې تنه ماشومان ټپیان شوي وو.
د ټپي شوو ماشومانو نه دوو تنو د روغتون په لاره کې ساه ورکړه او د بل تداوي دوام لري.
همداشان دویمه چاودنه د بلوچستان ایالت د حب په ښار کې د یو ژورنالست د موټر د تیریدو پر مهال رامنځته شوې ده.
پډې چاودنه کې نجي ټي وي خبریال شاهد زهري ژوند د لاسه ورکړ او یو تن بل ټپي شوی دی.
ویل کیږي په چاودنه کې خبریال شاهد زهري ډیر سخت ټپي شوی وو چې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړ.
د سیمې د پولیسو مشر ندیم حیدر خبري رسنیو ته ویلي دي چې ۳۵ کلن خبریال شاهد زهري په موټر کې روان وو چې چاودنه وشوه.
هغه ویلي دي چې هغه ددېنه وړاندې د ساختګي بم سره ګواښل شوی وو.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.