د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې ځانمرګی برید شوی دی.
د کوټې ښار د مستونګ روډ په سیمه کې ځانمرګی برید شوی
1702593
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې ځانمرګی برید شوی دی.
په کوټه کې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا برید د مستونګ روډ په سیمه کې شوی دی. د برید هدف پوځیان وو.
پدې برید کې تر اوسه پورې د ۳ تنو د وژل کیدو او ګن شمیر نورو کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
پولیسو ویلي دي پدې ځانمرګي برید کې تر شلو ډیر کسان ټپیان شوي دي چې د شیخ زاید روغتون ته انتقال شوي دي.
د پيښې قربانیان ډیری پوځیان دي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي دي چې دا برید د تحریک طالبان پاکستان لخوا ترسره شوی دی.
هغه دا برید په ډیرو کلکو ټکو غندلی دی.
همداشان د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم دا برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي دي چې برید د ترسره کوونکو پر خلاف به خامخا ګامونه اوچت شي.