په ایران کې په یوې ټرافیکي‌ پيښه کې  څه باندې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

په ایران کې د مساپروړونکې بس د چپه کیدو له امله ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی

1701418
په ایران کې په یوې ټرافیکي‌ پيښه کې  څه باندې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

 

د ایران نه د ترلاسه شوي‌ رپوټ له مخې د نوموړي‌ هیواد د کردستان په ولایت کې یو مساپروړنکی بس موټر چپه شوی دی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د ایران د کردستان ولایت مقاماتو ویلي دي‌ چې دا ټرافیکي‌ پيښه د کامیاران به پالنګان په سیمه کې رامنځته شوې ده .

مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې مساپروړونکی بس د چلوونکي‌ د کنټرول نه د وتو نه وروسته چپه شوی دی.

په پیښه کې ۱۴ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي . د ټپیانو روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي‌.



اړوند خبرونه