د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر پوځي ګاډې خونړۍ چاودنه شوې ده .
په بلوچستان کې پر پوځي موټر چاودنه شوې
1695149
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر پوځي ګاډې خونړۍ چاودنه شوې ده .
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې د بلوجستان ایالت پجنګور په ولسوالۍ کې د کچک په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر موټر چاودنه وشوه.
پدې پیښه کې یو تن افسر ژوند د لاسه ورکړی دی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي دا برید د ترهګرو لخوا شوی دی.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپیان يي روغتون ته انتقال کړل.
د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.