د پاکستان په پنجاب ایالت کې ټرافیکي پيښې قتل عام رامنځته کړ
د پنجاب ایالت د دیرې غازي خان په سیمه کې ټرافیکي پیښې ۷۴ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د پاکستان د پنجاب ایالت د دیرې غازي خان په سیمه کې په ټرافیکي پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي دي چې د ډیرې غازي خان د د جهوک یارشاه په سیمه کې د یو مساپر وړونکي بس او ټیلر د جنګیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۰ ژوند د لاسه ورکړی او ۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې مونږ به څه وخت ددې احساس وکړو چې د ټرافیکي قوانینو نه سرغړونه د انسانانو د ژوند په بیه تمامیږي. د عامه ټرانسپورت موټر چلوونکي باید پدې خبره ښه پوه شي چې د مساپرو ژوند ددوې په لاس کې دی او باید لا زیات احتیاط نه کار واخلي.
د دیرې غازي خان د سیمې د پولیسو مشر ډاکټر ارشاد احمد خبري رسنیو ته ویلي وو چې پدې پيښه کې ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي خو د ټپیانو نه هم د بعضو روغیتایي حالت ښه ندی. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
د پولیسو مشر ویلي دي چې دا مساپر د سیال کوټ نه راجن پور سیمې ته روان وو.
هغه ویلي دي چې د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته په لسګونو امبولانسونه او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپیان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړي دي.
د سیمې حوزوي روغتون مسئولینو ویلي دي چې د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی او کیدای شي چې د مړو شمیره کې تغیرات راشي.