د پاکستان پخوانی ولسمشر ومړ
د پاکستان پخوانی ولسمشر ممنون حسین د ۸۰ کلونو په عمر ومړ.
1675609
د پاکستان د پخواني ولسمشر ممنون حسین زوی ارسلان ممنون خبري رسنیو ته ویلي دي چې پلار يي په سرطان ناروغۍ روږدی شوی وو او د یو څه مودې راهیسې په کراچۍ ښار کې په یو روغتون کې تر تداوۍ لاندې وو.
هغه ویلي دي چې پلار يي په روغتون کې ساه ورکړې ده .
د ویلو ده چې ممنون حسین د ۱۹۴۰ میلادي کال د نوامبر په ۲۳ مه نيټه د هندوستان د اګرا په ښار کې زیږیدلی وو.
هغه په ۱۹۶۹ کال کې سیاست ته مخه کړې وه.
هغه په خپل سیاسي ژوند کې د سند ایالت د والي په ګډون ډیرې زیاتې دندې ترسره کړي دي.
همداشان ممنون حسین په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو او تر ۲۰۱۸ کاله د پاکستان د ۱۲م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه.