قریشي : په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ډیر زیات اندیښمن کړي یو
پاکستان بهرنیو چارو وزیر : پاکستان نورو افغان کدوالو ته د پناه ورکولو طاقت او توان نلري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او نښتو د کچې د لوړیدو په اړه انديښنه وښوده . هغه وویل چې زمونږ اصلي اندیښنه په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کچې د لوړیدو سره سم د پاکستان پر لورې د کډوالۍ د څپې د پيلیدو په اړه ده.
هغه وویل چې پاکستان د ډیرو اوږدو کلونو راهیسې د میلیونونو تنو افغان کډوالو کوربه توب کوي او لا زیاتو افغان کډوالو ته د پناه ورکولو توان او طاقت نلري.
هغه زیاته کړې ده چې پاکستان په افغانستان کې د روانو جګړو د ختمیدو او تاوتریخوالي او شدت د کچې د راټیټولو په خاطر هلې ځلې کوي او ډیپلوماتیکو اقداماتو ته به زور ورته کړي.
هغه وویل چې په افغانستان کې د پاکستان لپاره د منلو او مهم حکومت د خلکو ازادیو او ډیموکراتیکو رایو سره ټاکل شوی حکومت دی. د افغانستان سوله او ثبات تر ټولو زیات د پاکستان په ګټه ده.
د ویلو ده چې پدې وروستیو میاشتو کې د افغانستان په لویه برخه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځه نښتې دوام لري. د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د هیواد په ۱۵ ولایتونو کې د طالبانو پر خلاف پراخه عملیات پيل کړي دي.
همداشان طالبانو په تیرو دوو میاشتو کې د څه باندې ۴۰ ولسوالیو د نیولو ادعاء کوي.
د ملګروملتونو سازمان د شمیرو له مخې طالبان په افغانستان کې د ښارونو د مرکزونو نه پرته نور د هیواد څه باندې ۵۰ سلنه خاوره د خپل کنټرول لاندې راوستې ده.