په پاکستان کې په یوې ټرافیکي‌ پيښه کې  په لسګونو تنو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .

د پاکستان د مظفر آباد په ښار کې ټرافیکي‌ پیښې له امله ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

1647959
په پاکستان کې په یوې ټرافیکي‌ پيښه کې  په لسګونو تنو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده .

 

د پاکستان د مظفر آباد ښار  په سویلي برخه کې یوه مساپر وړونکې بس  د سړک نه د جهلم سیند  غاړې ته غورځیدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د مظفر آباد ښار د پولیسو یو تن چارواکي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې دا پيښه کې د مظفر آباد ښار سویل لوري‌ ته په ۲۴ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې په بس کې ۲۵ تنو شتون درلود او د راولپنډۍ ښار نه د وادي‌ جهلم یو کلي‌ ته روان وو.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د پيښې یو تن ټپي‌ د ژغورنې ډلو ته خبر ورکړی دی.

د خبر نه سمدلاسه ورسته پولیس، روغتیايي او د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوي‌ دي.

هغه وویل چې پنځو تنو د پيښې په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی او پنځه تنه نورو بیا په لاره او روغتون کې ژوند لاسه ورکړ.

پدې پيښه کې ۱۵ تنه ټپیان شوي‌ دي‌ او د مظفر آباد ښار په روغتونونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي‌ دي.

پولیس ویلي دي‌ چې دا پيښه د سړک د یوې برخې د ماتېدو په نتیجه کې رامنځته شوې ده . د سړک غاړه وار د مخه ماته وه خو کله چې پرې دا بس برابر شوی دی د سړک  د څنډې د ماتېدو سره بس لاندې غورځیدلې دی.

د بله پلوه یو بل پولیس بیا ویلي‌ دي‌ چې دا پيښه د بس د چلوونکي‌ د کنټرول د لاسه ورکولو په نتیجه کې رامنځته شوې ده .



اړوند خبرونه