د ایران د بهرنیو چارو وزیر پارلمان استیضاح کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف به د مې په ۹ مه نيټه د هغه د خپرې شوې پټې مرکې په اړه د پارلمان د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د هغه پټې مرکې غږ د خپریدو له امله چې د قدس د ځواکونو په پخواني قومندان قاسم سلیماني پکې نیوکې کړې وې له امله ملي شورا ته استیضاح شو.
جواد ظریف به د خپلې دې مرکې او پر قاسم سلیماني د نیوکو په اړه د پارلمان د وکیلانو پوښتنو ته ځواب ووایي.
د ایران د نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم د خبر له مخې محمد جواد ظریف به د مې په نهمه نیټه د ملي شورا د ملي امنیت او بهرنیو سیاستونو په کمیسیون کې پوښتنې ځواب کړي.
ظریف ویلي دي چې د خپور شوي غږ او پر چارواکیو يي د کړو نیوکو په اړه به سپیناوی وکړي او د پارلمان د وکیلانو پوښتنې به ځواب کړي.
د ویلو ده چې د ظریف دې پټې مرکې غږ خپریدو په ایران کې ډیرو جدي غبرګونونو ته لار پرانیسته.
د ایران دیني مشر خامنه يي هم د ظریف ددې مرکې په غبرګون کې وویل چې دا څرګندونې د امریکا څرګندونې دي.
همداشان د قدس ځواکونو قومندان هم په ظریف ډیرې سختې نیوکې وکړې.
ظریف سره ددې چې ددې څرګندونو له امله د ایران د خلکو او په ځانګړې توګه د قاسم سلیماني د کورنۍ نه د بښنه وغوښته خو بیا هم غبرګونونه دوام لري.