روحاني : د ایران د جدي وچکالۍ سره مخامخ دی
ایران د وچکالۍ له امله د اوبو د جدي ستونزې سره لاس او ګریوان دی.
ایران د وچکالۍ له امله د اوبو د جدي ستونزې سره لاس او ګریوان دی. دا خبره د ایران ولسمشر حسن روحاني وکړه.
د ایران د دولتي تلویزیون د خبر له مخې حسن روحاني د انرژۍ د وزارت لخوا په هرمزګان، مازندران او خوزستان ولایتونو کې د ترسره شوو پروژو د پرانیستو په مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.
روحاني دې مراسمو ته د خپلې وینا په ترڅ کې وچکالۍ نه په یادونې سره وویل چې سږ کال د جدي وچکالۍ سره مخامخ یو. هغه وویل چې سږ کال د اوبو سرچینې مو ۵۰ سلنه کمې شوي دي. د اوړي د میاشتو د رارسیدو سره اورښتونه هم د چا خبره پایته رسیدلي دي.
هغه وویل چې د اوبو په بندونو کې د اوبو کچه د تیر کال په پرتله تر نیمايي هم کمه ده.
یو زیات شمیر د اوبو بندونه د چا خبره وچ شوي دي. هغه د ایران په خلکو د اوبو او برښنا په برخه کې د تصرف غږ وکړ.
هغه وویل که چیرې د اوبو په برخه کې تصرف ونکړو د لا جدي ستونزو سره به مخامخ شو.