په پاکستان کې پر پولیسو بمي برید شوی
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر پولیسو بمي برید شوی
1629961
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر پولیسو بمي شوی دی.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله په ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر د ریموټ کنټرول بم برید وشو چې په نتیجه کې یو تن مړ او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې دا چاودنه د پولیسو د ګرځنده ډلې پر موټر شوې ده . چاودنه د ریموټ کنټرول په واسطه د موټر سایکل پر مټ شوې ده .
پدې چاودنه کې یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړی دی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
ټپیان د تداوۍ په موخه روغتون ته انتقال شوي دي.
دا لا معلومه نده چې دا برید د چا لخوا شوی دی خو پولیسو د برید کوونکي یا برید کوونکو د معلومولو په خاطر په سیمه کې پراخه څيړنې او د دلایلو په راټولو پیل کړی دی.