د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې د سرینا پر هوټل کې درنده چاودنه شوې ده .
د کوټې ښار په مشهور سرینا هوټل کې چاودنه شوې
د بلوچستان ایالت مقاماتو ویلي دي چې دا چاودنه تیره شپه د سرینا هوټل د موټر په پارکینګ کې شوې ده . چاودنه په یو موټر کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
د کوټې ښار د پولیسو مشر اورنګ زیب بادیني خبري رسنیو ته ویلي د سرینا هوټل په چاودنه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته واستول شوې او ټپیان يي سمدلاسه روغتونونو ته انتقال کړل.
د بلوچستان ایالت د پولیسو مشر ویلي دي چې دا چاودنه د موټر پر مټ شوې ده . چاودنه د موټرو په پارکینګ کې رامنځته شوې ده او ګن شمیر نورو موټرو ته هم زیان رسولی دی.
هغه ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په هوټل کې کومې غونډې یا بل کوم مراسم نه وو.
هغه ویلي دي چې د چاودنې نه وروسته د هوټل څلور خواوې د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوي دي. د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې لخوا په سیمه کې تحقیقات دوام لري.
هغه ویلي دي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې چاودنه په موټر کې شوې ده چې برید کوونکي هم پکې شتون درلود.
هغه ویلي دي چې د ټپیانو روغتیايي حالت هم د تشویش وړ ندی.
د ویلو ده چې تیره اونۍ هم د بلوچستان په ایالت کې د فوټبال په یوې سیالۍ کې چاودنه شوې وه چې له امله يي څه باندې ۱۰ تنه ټپیان شوي وو.