د ایران پر اټومي بټۍ برید د اسرائیل لخوا شوی دی
د ایران د اصفهان په ولایت کې د نطنز په اټومي تاسیساتو کې د رامنځته شوې پيښې تر شا د اسرائیل د استخباراتو موساد لاس وو ادعاء شوې ده .
د ویلو ده چې تیره ورځ ایران لومړی د نطنز د اټومي بټۍ د برښنا د ویش په شبکه کې د یوې پيښې د رامنځته کیدو نه خبر ورکړ چې وروسته بیا ددې پيښې نه یو ترهګریز برید په توګه یادونه وکړه.
د ایران د اټومي انرژۍ مشر وروسته د نطنز په اټومي بټۍ کې د رامنځته شوې پيښې نه د یو ترهګریز عمل په توګه یادونه وکړه.
د بله پوله د اسرائیل د کان په نامه خبري ارګان ادعاء وکړه چې ددې برید تر شا د اسرائیل د استخباراتو موساد لاس وو.
یاد شوي خبري ارګان د اسرائیل د استخباراتو د چارواکیو له قوله په خپور کړي خبر کې د نطنز په اټومي بټۍ د موساد لخوا د سایبري برید ترلاسه کیدو ادعاء وکړه.
په خبر کې راغلي دي چې د نطنز اټومي بټۍ ته د ایران لخوا د اعلان شوو ارقامو نه څو برابره زیات زیان اوښتی دی.
همداشان دا پيښه کې کومه تصادفي پيښه نوه.
په خبر کې راغلي دي چې د اسرائیل کابیه د اپریل په ۱۸ مه نیټه د راتلوونکې یکشنبې پر ورځ د ایران د اټومي پروګرام د تړون په اړه یوه فوق العاده غونډه کوي. پدې غونډه کې به د اټومي تړون په اړه د مذاکراتو په بهیر او په سیمه کې د ایران په وروستي وضعیت خبرې وکړي.