په کراچۍ کې چاودنه شوې ده

په کراچۍ کې په یو دوکان کې درنده چاودنه شوې ده

1616282
په کراچۍ کې چاودنه شوې ده

 د پاکستان د کراچۍ په ښار کې چاودنه شوې ده .

د کراچۍ پولیسو خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې  د موسمیاتو په سیمه کې په یو دوکان کې درنده چاودنه  رامنځته شوې ده .

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې  چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي په ډیرو لرو سیمو کې اوریدل شوی دی.

چاودنې په سیمه کې څو دوکانونو ته زیان اړولی دی.

د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د چاودنې نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې.

د پيښې ټپیان سمدلاسه روغتون ته ورسول شول. د ټپیانو  د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.

ویل کیږي‌ چاودنه دومره زوروره وه چې درې دوکانونه يي له منځه وړي‌ او په سړک کې ولاړ یو موټر يي په بل مخ اړولی دی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې چاودنه د ګازو د سلنډر د چاودنې په نتیجه کې رامنځته شوې ده .



اړوند خبرونه