د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې قاضي د خپلې کورنۍ سره یو ځای ووژل شو
د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې قاضي ووژل شو
په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د محکمې قاضي د خپلې کورنۍ سره یو ځای ووژل شو.
په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د قاضي آفتاب افریدي د موټر پر کتار خونړی برید وشو.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت مقاماتو ویلي دي د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د محکمې د قاضي آفتاب افریدي د موټرو پر کتار د پيښور ښار په ۸۲ کیلومترۍ کې د صوابۍ په سیمه کې خونړی برید شوی دی.
د صوابۍ ښار د پولیسو مشر محمد شعیب خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د محکمې پر قاضي آفتاب افریدي پلازمینې اسلام آباد ته د سفر پر مهال برید شوی دی.
پدې برید کې د آفتاب افریدي سربیره د هغه میرمن، زوی او لور هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
شعیب ویلي دي چې دا لا معلومه نده چې دا برید د چا لخوا شوی دی. د برید په اړه تحقیقات دوام لري. هغه ویلي دي داسې ښکاري چې دا برید د شخصي دښمنۍ په نتیجه کې رامنځته شوی وي.
هغه ویلي دي چې برید کوونکي د برید نه وروسته د پیښې د ځای نه په تیښته بریالي شوي دي.
پدې برید کې د هغه د دوو تنو ساتونکي ټپیان شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي دي چې ددې وحشي برید عاملین به خامخا پيدا او د خپلو اعمالو په سزا به يي ورسوي.