د اقلیم بدلون په اړه کنفرانس ته د پاکستان د نه رابلل کیدو په اړه پاکستان لومړي وزیر سخت غبرګون وښود

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا د ولسمشر جو بایدن لخوا د اقلیم نړۍوالې غونډې ته د پاکستان د نه رابللو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

1614063
د اقلیم بدلون په اړه کنفرانس ته د پاکستان د نه رابلل کیدو په اړه پاکستان لومړي وزیر سخت غبرګون وښود

عمران خان ویلي دي چې د اقلیم غونډې ته د پاکستان نه رابلل کیدو دا حیران کړی دی.

عمران خان د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د اپریل په ۲۳ مه نیټه د امریکا د ولسمشر جو بایدن په کوربه توب جوړیدونکې د اقلیم  بدلون په اړه نړۍوال کنفرانس  ته چې په انلاین ډول جوړیږي د پاکستان نه رابلل زه حیران کړی یم. دې مسئلې ته په کتو سره داسې ښکاري چې همغږي شتون نلري.

پاکستان د اقلیم د بدلون پر خلاف د قوي مبارزې او پياوړو سیاستونو سره په نړۍواله کچه د ټولو پام ځانته رااړولی دی او د هر چا لخوا ستایل شوی دی. پاکستان د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو او راتلوونکو نسلونو ته د پاک او زرغون یو هیواد په میراث د پریښودو لپاره د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي او پدې اړه يي ډیر زیات بریالیتوب هم ترلاسه کړی دی.

هغه ویلي چې هیواد يي پدې برخه کې ځانګړی شهرت لري او خپلې تجربې د نورو هیوادونو سره شریکولو ته هم تیار دي.

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن د مارچ په ۲۶ مه نیټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د نړۍ ۴۰ هیوادونو مشرانو ته د اپریل په ۲۲ نیټه د دوو ورځو لپاره جوړیدونکي د اقلیم بدلون اړوند په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړه. دا کنفرانس په انلاین ډول جوړیږي.



اړوند خبرونه