د پاکستان ولسمشر کرونا ویروس نیولی دی

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان نه وروسته ولسمشر هم کرونا ویروس نیولی دی

1610909
د پاکستان ولسمشر کرونا ویروس نیولی دی

د پاکستان ولسمشر عارف علوي کرونا ویروس نیولی دی.

په پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پيښې یو ځل بیا مخ په ډیریدو دي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د کرونا ویروس د واکسین د لومړي ډوز د ترسره کولو سره سره د کرونا ویروس نیولی دی.

د پاکستان ولسمشر د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د کرونا ویروس ټسټ يي مثبت راوتلی دی.

هغه ویلي دي چې د کرونا ویروس د واکسین د لومړي ډوز د ترسره کولو نه لس ورځې وروسته يي کرونا نیولی دی.

هغه ویلي دي چې چې په پام کې وه یوه اونۍ وروسته يي دویم ډوز واکسین کړی وو خو د ډویم ډوز نه مخکې کرونا ټست يي مثبت راوتلی دی.

هغه ویلي دي چې الله دې د کرونا په ټولو ناروغانو رحم وکړي .

هغه په ټولو د ډیر دقت کولږ غږ کړی دی.

د ویلو ده چې د دینه مخکې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د کرونا ویروس ټسټ هم مثبت راوتلی وو.

هغه هم ځان قرنطین کړی دی.



اړوند خبرونه