اسرائیلو یو ځل بیا د غزې په تراړه هوايي بریدونه وکړل.
په غزې درانده هوايي بریدونه شوي
1607180
اسرائیلو د غزې د تراړې په شمالي او مرکزي سیمو درانده هوایي بریدونه کړي چې د ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.
د اسرائیلو د پوځ ویاند د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ددوې جنګي الوتکو او چورلکو په غزه کې د راکټونو د تولید په یوې فابریکې او حماس ډلې اړوند په پوځي نقطو درانده بریدونه کړي دي.
هغه ویلي دي چې دا بریدونه يي تیر ماښام د غزې نه د اسرائیلو پر لورې د توغول شوو راکټي بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
د ویلو ده چې اسرائیلو تیر ماښام د غزې نه د اسرائیلو پر خاورې د راکټي بریدونو نه خبر ورکړی وو.
د برید مسئولیت هیچا په غاړه ندی اخیستی.