د پاکستان د چمن په ښار کې چاودنه شوې
په چمن کې پر پولیسو چاودنه شوې ده
1607108
د پاکستان د چمن په ښار کې پر پولیسو بمي چاودنه شوې ده .
د چمن پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د تاج روډ په سیمه کې رامنځته شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې د تاج روډ په سیمه کې د لیویز زندان په مخکې پر امنیتي ځواکونو چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۳ تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې چاودنه د یو موټر سایکل پر مټ شوې ده . چاودنه د پولیسو د یو مشر پر موټر شوې ده .
د پيښې ټپیان روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر دا برید په کلکه توګه غندلی او ویلي دي چې عاملین به يي د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.