د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان بلوچستان په ایالت کې چاودنه وشوه.
په ایران کې چاودنه شوې
1605433
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې نن د نوي کال لومړۍ ورځ د نوروز د سهار د ۹ نیمو بجو په شاوخوا ته د سیستان بلوچستان ایالت اړوند د سروران په ولسوالۍ کې بمي برید رامنځته شوه چې په نتیجه کې یو تن مړ او ۳ تنه ټپيان شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې دا برید د جیش العدل ترهګري سازمان لخوا شوی دی.
د ویلو ده چې یاد شوی سازمان وخت نا وخته په سیستان بلوچستان ایالت کې ورته بریدونه کوي.