د پاکستان د کوټې په ښار کې چاودنه شوې ده .
په کوټه کې پر امنیتي ځواکونو چاودنه شوې
د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر امنیتي دوه جلا جلا بریدونه شوي دي.
لومړی برید د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې د مغربي بای پاس په سیمه کې پر امنیتی ځواکونو شوی دی .
د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي د مغربي باس پاس سیمه کې پر امنیتي ځواکونو ډیره درنده چاودنه شوې ده .
چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يي په ډیرو لرو پرتو سیمو کې هم اوریدل شوی دی.
په چاودنه کې یو تن امنیتي سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پیښې ټپیان سمدلاسه روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
همداشان د بلوچستان ایالت کولهو ولسوالۍ د کاهان په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې وسله وال برید شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې پدې برید کې ۴ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې هم د بلوچستان ایالت هرنايي په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو چاودنه شوې وه چې په نتیحه کې یو تن سرتیری مړ او ۵ تنه نور ټپیان شوي وو.