په ایران کې د استخباراتو درې تنه منسوبین ووژل شول.

په ایران کې د استخباراتو ۳ تنه سرتیري ووژل شول

1585245
په ایران کې د استخباراتو درې تنه منسوبین ووژل شول.

په ایران کې د استخباراتو درې تنه منسوبین ووژل شول.

د ایران د استخباراتو وزارت ویلي دي چې ددې هیواد د سیستان – بلوچستان په ولایت کې  ددوې درې تنه سرتیري د یو  جرمي سازمان  د تعقیب پر مهال وژل شوي دي.

په بیان کې د نوموړي جرمي سازمان په اړه د جزیاتو ورکولو نه ډډه شوې ده .

د ویلو ده چې په ایران د جیش العدل په نامه سازمان چې ددې هیواد لخوا ترهګري سازمان په توګه اعلان شوی دی او په هیواد کې د سني بلوچانو د حقونو نه د دفاع په  خاطر فعالیت کوي وخت نا وخته د هیواد په سویل ختیځ کې د پاکستان سره په پوله کې د ایران پر وسله والو ځواکونو بریدونه کوي.

د بله پلوه د ایران د قدس د ځواکونو د عمومي قرارګاه د رسنیو دفتر ویلي دي چې پرون سې شنبه د مازیګر په ساعتونو کې د سیستان بلوچستان ولایت د نیکشهر په ښار کې ددوې درې تنه سرتیري وژل شوي دي.

ویل کیږي د نوموړو سرتیرو پر موټر د یو بل موټر نه وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان پدې برید کې یو تن بل سرتیری ټپي شوی دی.

د برید کوونکو په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه