ایران د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ایران د امریکا متحده ایالتونو د هغه ادعاء په اړه چې ګواکې ایران د القاعدې ترهګري سازمان په قرارګاه بدل شوی دی ډیر سخت غبرګون وښود.

1562424
ایران د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د هغه ادعاګانو پر خلاف چې ویلي دي ایران د القاعدې ترهګري سازمان په نوې عمومي قرارګاه بدل شوی دی ډیر سخت غبرګون وښود. هغه د پمپیو دې ادعاګانو نه جګړې ته د لمڅون او خیالي ادعاګانو په توګه یادونه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف د ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې د امریکا د تکزاس ایالت د ای اینډ ام په پوهنتون کې د پمپیو د هغې وینا نه چې ویلي وو " زه د سي ای اې مشر وم ، مونږ درواغ ویلي ، تقلب  او غلا مو کړې ده " اشاره وکړه او وویل چې دوې پخپله اعتراف کوي چې درواغ وايي ، تقلب کوي او غلا کوي. پمپیو غواړي چې خپل دا د فاجهو نه ډک کریر جګړو ته د لمڅون په خاطر د نوو درواغو سره پایته ورسوي. خو هیڅوک ددوې په دې درواغو باور نکوي. د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونه په منځني ختیځ کې د پمپیو د خوښې وړ ځایونو نه د راغلو برید کوونکو لخوا شوي ، هیڅ یو يي د ایران نه نه وو راغلی.

هغه د پمپیو ددې ادعاګانو نه د تخیلي ادعاګانو په توګه یادونه وکړه.

د ویلو ده چې  د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۱۴ مه نیټه د امریکا د استخباراتو  د یو تن چارواکي له قوله ویلي وو چې د امریکا لپاره په ایران کې فعالیت کوونکي د اسرائیلو یو تن جاسوس په ایران کې د القاعدې ترهګرې ډلې دویم لمبر مشر ووژلو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دي چې ایران په هیواد کې د القاعدې ترهګري سازمان ته د حرکاتو د نوو مرکزونو د جوړولو اجازه ورکړې ده . همداشان امریکا په ایران کې د القاعدې ترهګرې ډلې پنځه تنه مشران د ځانګړو نړۍوالو ترهګرو په لست کې شامل کړي دي.

هغه ویلي دي چې ایران د القاعدې ترهګرې ډلې په نوي اصلي مرکز بدل شوی دی.

 



اړوند خبرونه