ایران مرکزي بانک رئیس: د امریکا لخوا په ایران لګول شوي تحریمونه تر ټولو سخت تحریمونه دي

همتي : د امریکا د تحریمونو له امله زمونږ عواید ۷۵ سلنه راټیټ شوي دي

1559952
ایران مرکزي بانک رئیس: د امریکا لخوا په ایران لګول شوي تحریمونه تر ټولو سخت تحریمونه دي

د ایران د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي وویل چې د امریکا متحده ایالتونو لخوا په یو پلوي توګه د ایران په نفتو د لګول شوو تحریمونو له امله په تیرو دوو کلونو کې د نفتو د صادراتو نه ترلاسه شوي عواید د ۲۰ میلیاردو ډالرو نه هم راټیټ شوي دي.

هغه د امریکا لخوا پر ایران د لګول شوو تحریمونو نه تر اوسه پورې تر ټولو د سختو تحریمونو په توګه یادونه وکړه.

همتي ویلي دي چې د ایران د بهرنۍ سوداګرۍ اړوند په ټولو اداراتو بندیزونه لګول شوي دي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې په تیرو دوو کلونو کې د نفتو د صادراتو نه ترلاسه شوو عواید کچه د شل میلیاردو ډالرو نه راټیټ شوي دي.

همداشان د ایران مرکزي بانک بیا ددې عوایدو یوه ډیره کمه برخه ترلاسه کوي.

هغه ویلي دي چې د بندیزونو نه مخکې د تیلو نه د ایران کلني عواید څه باندې ۴۰ میلیارده ډالره وو چې اوس دا رقم  ډیر زیات راټیټ شوی دی.



اړوند خبرونه