د تورکیې د سینما وتلي او مشهورې څیرې جونیت  ارکین د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.

د تورکیې د سینما یو بل ستوری هم وغورځید

1849124
د تورکیې د سینما وتلي او مشهورې څیرې جونیت  ارکین د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.
cuneyt arkın.jpg
Cüneyt Arkın
Cüneyt Arkın_01.JPG
Cüneyt Arkın_02.jpg

د تورکیې د سینما وتلې او مشهورې څیرې جونیت  ارکین د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.

د ترکیې د سینما مشهور لوبغاړی جونیت آرکین  چې تیره شپه د ناروغیدو نه وروسته د استانبول د بیشکتاش  په یو شخصي روغتون کې بستر شو د ډاکټرانو د ټولو هلو ځلو او مداخلې سره سره يي ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې.

جونیت ارکین، چې په ترکي سینما کې د ځانګړي شهرت او محبوبیت خاوند دی په سلګونو سینمايي فلمونو کې یې کار کړی  او  ډیرې زیاتې  جایزې یې ترلاسه کړي دي. استاد هنرمند جونیت آرکین د ۸۵ کلونو په عمر مړ شو.

 د هغه روغتون لخوا په خپره شوې اعلامیه کې چې ارکین پکې ژوند د لاسه ورکړی دی ویل شوي دي   "ښاغلي جونیت ارکین  چې  د تورکيې د سینما ډیر ارزښتناکه اداکار وو  د زړه د حملې له امله د امبولانس په واسطه زمونږ روغتون ته راوړل شو چې د ډاکټرانو د ټولو هڅو سره سره د هغه دریدلی قلب بیرته فعالیت پيل نکړ او ددې نړۍ نه يي سترګې پټې کړې. مونږ د  روغتون ټول پرسونل  د کورنۍ په توګه  د هیواد  د سینما د لوی اداکار په مړینې خواشیني یو، موږ د هغه کورنۍ او د هغه ټولو مینه والو ته تسلیت مراتب وړاندې کوو."

جونیت آرکین  څوک دی؟

 د هغه اصلي نوم فخرالدین  جوریکلي باتور  ​​دی. جونیت آرکین د د ۱۹۳۷ میلادي کال د سپټمبر په اتمه نیټه  د ایسکي شهر ولایت د مرکز اړوند د قره چای په کلي کې زیږیدلی وو. هغه د حاجي یعقوب جورکلي باتور زوی  دی . د هغه پلار د خپلواکۍ په جګړه کې هم  برخه اخیستې وه.

 ارکین  د ایسکی شهر ولایت د  اتاترک عالي لیسې څخه فارغ شوی وو چې وروسته ، په ۱۹۶۱ میلادي کال کې د استانبول د طب پوهنځي څخه فارغ شوی.

جونیټ ارکین په په ۱۹۶۳ میلادي کال کې هیواد د مشهور فلم جوړونکي شفق بیکچیلرې لخوا  فلم د شوټینګ پرمهال  کشف شو. د عسکرۍ د  خدمت له بشپړولو وروسته یې په اډانا او شاوخوا سیمو کې د ډاکټر په توګه کار پيل کړ. هغه په ​​۱۹۶۳ کال کې د هنرمند مجلې په سیالۍ کې لومړی جایزه وګټله. ارکین چې له څه مودې راهیسې د کار په لټه کې و، په ۱۹۶۳ کال کې د هیواد مشهور فلم جوړونکي خالد ریفیګ له وړاندیز سره په سینما کې کار پیل کړ او په دوو کلونو کې یې شاوخوا ۳۰ فلمونه جوړ کړل.

هغه په ۱۹۶۴ کال کې د مسافرو مرغانو په نامه د فلم  په پای کې د جګړې صحنه د ارکین په مسلک کې یو مهم ټکی و. د یو څه مودې لپاره د احساساتي - رومانتيک ځوان کرکټرونو لوبولو وروسته ، هغه فلم جوړونکو په وړاندیز د اکشن یا جنګي فلمونو کې په کار کولو پیل وکړ.

هغه په ​​میډرانو سرکس کې د شپږو میاشتو لپاره د اکروباټیک روزنه واخیسته چې په دې موده کې استانبول ته راغله. هغه د مالکوچ اوغلو او باتال غازي  د فلمونو سره  تورکي سینما ته یو ځانګړی سټایل راوړ.

هغه ژر تر ژره د avant-garde فلمونو کې یو له خورا مطلوب نومونو څخه شو. د خپل مسلک په اوږدو کې، هغه په ​​​​بیلابیلو ژانرونو کې فلمونه جوړ کړل، له لویدیځ څخه د هغه شهرت په ډیره لنډه موده کې د هیواد د پولو نه بهر نړۍوالې کچې ته ورسید.



اړوند خبرونه