د ترکیې د تیاتر او سینما مشهور هنرمند د ۵۱ کلونو په عمر ومړ

د ترکیې د تیاتر او سینما مشهور هنرمند ای برک پيکجان او د ارطغرل او عثمان د تاریخي‌ ډروامو ( ارتوک حکیم ) د ۵۱ کلونو په عمر ومړ .

1767589
د ترکیې د تیاتر او سینما مشهور هنرمند د ۵۱ کلونو په عمر ومړ

د ترکیې د  تیاتر او سینما مشهور هنرمند ای برک پيکجان  او د ارطغرل او عثمان  د تاریخي‌ ډروامو ( ارتوک حکیم ) د ۵۱ کلونو په عمر ومړ .

د ترکیې تیاتر او سینما مشهور هنرمند او لوبغاړي ای برک پيکجان  چې د یو څه موده راهیسې د ځيګر د سرطان په ناروغۍ روږی شوی وو او روغتون کې د تداوۍ لاندې قرار درلود نن دوشنبه د جنوري‌ ۲۴ مه نيټه ژوند د لاسه ورکړ.

ای برک پیکجان چې تر ننه پورې په لسګونو د تیاتر په صحنو، سینمايي فلمونو او ډرامو کې  کار کړی دی وروستی فلم  دلبرای د راتلوونکي‌ جمعې په ورځ په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کیږي.

ای برک پيکجان د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د شا تختې د درد له امله روغتون ته مراجعه وکړه چې وروسته پکې د ځیګر سرطان ناروغي‌ تشخیص شوه.

ای برک پيکجان څوک دی ؟

ای برک پيکجان  د ۱۹۷۰ میلادي‌ کال د مې د میاشتې په ۲۲ مه نیټه د ترکیې د مارسین په ولایت کې زیږیدلی دی. هغه لومړنۍ او متوسطه زده کړې په ادانا ولایت کې او لیسه په مارسین ولایت کې پآیته ورسولې. همداشان لوړې زده کړې هم د مارسین پوهنتون د ښکلو هنرونو په فاکولته کې د صحنې د هنرونو او تیاتر په څانګه کې پایته رسولي‌ دي.

هغه د هنر ډګر ته په استانبول کې  ګام اوچت کړ. هغه په ډیرو زیاتو سینمايي فلمونو او تلویزیوني‌ ډروامو کې رول لوبولی دی . همداشان هغه تر ټولو زیات  د ارطغرل او عثمان په ډرامو کې د حکیم په رول کې رول ولوبو



اړوند خبرونه