د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجندا تحلیل

1829800
د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

لکه څنګه چې تمه کیده، په اوکراین د روسیې مداخلې په ناټو باندې خپل لومړی تاثیر وښود. د سړې جګړې وروسته د پراخولو د پالیسۍ په چوکاټ کې، ناټو هغه هیوادونو  غړیتوب ورکړ چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته یې خپلواکي ترلاسه کړې وه.

 د اوکراین له جګړې سره د دې پالیسۍ د دوام لپاره نوی اقدام وکړ. روسیې چې غواړي په ناټو کې د د اوکراین  د غړیتوب د پروسې په بهانه  په اوکراین خپلې خپل یرغل ته  مشروعیت ورکړي، فنلنډ او سویډن لخوا د ناټو د غړیتوب د غوښتني سره اوس له یوې نوې ننګونې سره مخامخ دی. خو دا ځل د ناټو پراخوالی تر بل هر وخت ډېر مهم شوی دی.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو تحقیقاتو د مرکز د امنیتي تحقیقاتو مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

پروفیسور یشیل تاش وايي موږ کولی شو ووایو چې اوس  دوه اصلي مسئلې شتون لري. لومړی دا پوښتنه ده چې که سویډن او فنلنډ د ناټو غړي شي نو روسیه به څه ډول غبرګون وښيي؟

 که چیرې روسیه په ناټو کې د دواړو هېوادونو ګډون ته د ګواښ په سترګه وګوري او د نوي پوځي اقدام هڅه وکړي، نو جګړه به یوازې اوکراین پورې محدوده نه شي. که روسیه بې ځوابه پاتې شي او سویډن او فنلنډ پرته له کومې ستونزې د ناټو د غړو په توګه ومنل شي، نو روسیه به په بشپړه توګه د ناټو له خوا په خپله پوله کې محاصره شي. په دواړو صورتونو، روسیه به د بالتیک سیمې ته نور پوځي ځواکونه ولېږدوي .

 

دویمه مهمه مسله دا ده ترکیې چې  د ناټو سازمان یو له قوي غړو څخه دی، د سویډن او فنلنډ پر غړیتوب اعتراض وکړ. پداسې حال کې چې دا اختلاف او مخالفت پالیسي د یو پلو نه د ناټو د همغږۍ د ګډوډولو خطر لري، کوم چې د اوکراین جګړې سره د پیوستون نوي بهیر ته ننوتلی، د بله پلوه کیدای شي چې  د ترکیې او ناټو ترمنځ د یوې نوې ستونزې د رامنځته کیدو لامل شي. خو انقره د دواړو هېوادونو د غړیتوب پر بهیر د اعتراض لپاره ډېر ښه دلایل لري.

 

تر ټولو لومړی باید ووایو  چې ترکیه د ناټو سازمان د پراخولو نوي پړاو نه تود هر کلی کوي. له همدې امله، هغه د ناټو په سازمان کې د  فنلنډ د احتمالي غړیتوب  په اړه ډیر اعتراض نه کوي. په هرصورت، په ځانګړې توګه د PKK سره د سویډن اړیکې انقره هڅوي چې د دې هیواد په اړه ډیر محتاط پالیسي غوره کړي. ځکه چې سویډن PKK ته اجازه ورکوي چې په خپل هیواد کې په آرامۍ سره عمل وکړي او په سوریه کې PYD ته د وسلو په ګډون مالي مرستې چمتو کوي. سویډن یو له هغو هیوادونو څخه دی چې PKK پکې په  اروپا کې خورا فعال دی. په سویډن کې د PKK د فعالیتونو په منځ کې؛ د ترکیې په وړاندې د مدني ټولنې د تش په نامه فعالیت، د پیسو مینځلو، استخدام او لابی کولو په څیر ډیری غیرقانوني فعالیتونه شتون لري. د سویډن لخوا  د ترکیې ضد سیاستونه یوازې په PKK پورې محدود نه دي. په ورته وخت کې، سويډن په ترکیه کې د جولای د ۱۵ د کودتا د اصلي معمار د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  غړیو ته پناه ورکړې.

 

د سویډن د دریځ له امله، انقره په ناټو کې د غړیتوب په اړه محتاطه ده او استدلال کوي چې ترکیه به د داسې یو هیواد د غړیتوب ملاتړ ونه کړي چې امنیتي اندیښنې ترینه لري. دا طبیعي ده چې ترکیه چې جیو پولیټیکل اهمیت یې د اوکراین له جګړې سره زیات شوی، په ناټو کې له خپل دریځ څخه کار واخلي او له سویډن څخه وغواړي چې په دې اړه خپل دریځ بدل کړي. په هرصورت، دا به ولیدل شي چې ایا د ترکیې دا دریځ به په ناټو کې د نوي درز لامل شي او که نه.

دا به وخت مونږ ته وښايي.



اړوند خبرونه