د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1762274
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

۲۰۲۲ کال د نړۍوال سیاست له پلوه د ډیر سرعت سره پیل شو. د ویلو ده چې د یو څه مودې راهیسې د لویديځ او روسیې ترمنځه د اوکراین د مسئلې په اړه اختلافات شتون لري خو داسې ښکاري چې د ۲۰۲۲ کال تر ټولو مهمه مسئله همدا مسئله وي. ځکه چې د امریکا او روسیې ترمنځه په جینیوا ښار کې د اوکراین د مسئلې د حل په موخه غونډه  وشوه خو کومې نتیجې ته پکې ونه رسیدل. برعکس د دواړو خواوو لخوا ترسره شوو څرګندونو ته په کتو سره د ورا ښکاري چې کیدای شي د اوکراین ستونزې لا پسې ژوره شي.

د ناټو لخوا په ترسره شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د اوکراین په اړه  دم ګړۍ کوم تفاهم او روغه جوړه ممکن نښکاري.

همداشان مسکو هم په ټینګار وايي چې اوکراین ددوې سره کرښه ده. د روسیې ولسمشر پوتین د امنیتي ضمانت په نامه امریکا ته ځیني شرطونه وړاندې کړي دي چې د امریکا لخوا يي ناممکنه دي.

پداسې حال کې چې ټولې نړۍ پام د اوکراین ستونزې ته اوښتی دی په قزاقستان کې یو ډیر مهم پرمختګ رامنځته شو. پدې هیواد کې د تیلو او ګازو د بیې د لوړیدو پر خلاف د هیواد په لویدیځو سیمو کې پیل شوې مظاهرې په ډیره لنډه موده کې ټول هیواد ته خورې شوې او په تاوتریخوالي  او شدت بدلې شوې. د قزاقستان ولسمشر ددې پرمختګ نه وروسته سمدلاسه د ټولیز امنیتي تړون د سازمان نه عسکري مرسته وغوښته. یاد شوي سمدلاسه د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارات توکایف غوښتنې ته ډیره چټکه توګه د لبیک په ویلو سره قزاقستان ته سوله ساتې ځواکونه ولیږل.

د ترکیې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

پروفیسور یشیل تاش وايي چې د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو او د منځني اسیا جمهوریتونو د خپلواکۍ د ترلاسه کولو نه وروسته قزاقستان د منځني اسیا د جمهوریتونو په منځ کې هغه هیواد دی چې تر ټولو ډیر ستوری په ځلیدو وو. دې هیواد د اقتصاد د پیاوړي کولو سره په ډیر ښه توګه بهرنۍ سرمایه هیواد ته راجذب کړه او د متوازن بهرني سیاست سره په سیمه کې خپل موقف تل ډیر قوي او پیاوړی ساتلی دی.

د سلطان نظربایوف تر حاکمیت لاندې  دې هیواد په ډیره چټکه توګه پرمختګ وکړ او پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه د انرژۍ د رقابت په برخه کې په لومړني کتار کې ځای لري. د انرژۍ د بډایه زیرمو له برکته په سیمه کې د قوت او طاقت په رقابت کې د سیمې په یو ډیر مهم هیواد بدل شو.

خو دې وروستیو مظاهرو دا خبره په داګه کړه چې دا هیواد د سیاسي پلوه یو ډیر باریکه هیواد دی. رامنځته شوې پیښې ډیر زیات توضیحات او لاملونه لري.

ددې خبرې لومړی لامل  دادی چې قزاقستان د ځلانده او پیاوړي اقتصاد د درلودو سره سره پدې هیواد کې ټولنیز توازن او عدالت په رامنځته کولو کې پاتې راغلی دی . په ټولنه کې په عمومي دا ستونزه حل شوې نده. د عوایدو د ویش په برخه کې د په ټولنه کې د خلکو ترمنځه تفاوت ډیر زیات دی.

دا هیواد د بډایه طبعي زیرمو نه ترلاسه کیدونکې عواید په ټولنه کې په مساویانه توګه ونه ویشل کیدو د یو څه مودې راهیسې د خلکو د صبر کاسه ډکه کړې وه او غبرګونونه يي راپارولي وو. همداشان دا ستونزه د نړۍوالې وبا ناروغۍ سره لا ښه راڅرګنده شوه. د همدې امله ویلی شوو چې ددې مظاهرو اصلي لامل د خلکو لخوا د عوایدو نه د خپلې مساوي برخې غوښتل وو.

خو اقتصادي ستونزې او د عوایدو په ویش کې بې عدالتۍ ستونزه ددې مظاهرو یواځنۍ لامل نه وو.

قزاقستان د مهم ستراتیژیک اهمیت له امله د روسیې تر اغیزو لاندې یو هیواد دی. همداشان د قزاقستان لخوا د چین سره د انرژۍ په برخه کې اړیکو روسیه ناراحته کړې ده . همداشان د قزاقستان لخوا د لویديځو هیوادونو سره د ښه اړیکو جوړول او د ترکي دولتونو د تشکیلاتو په جوړولو کې د ډیر مثبت رول لوبولو د روسیې پام قزاقستان ته رااړولی وو. د همدې امله قزاقستان د طاقت د حساس رقابت په مرکز کې ځای ونیو او په ډیره چټکه توګه د کنټرول نه د وتو په یو متحرک هیواد بدل شو. روسیې بیا په ډیرې چټکۍ سره سیمې ته د پوځیانو په استولو او حالت تر کنټرول لاندې د راوستو په برخه کې خپله اغیزمنتیا او قوت وښود.

د ویلو ده چې د قزاقستان وروستۍ پیښې په ۲۰۲۱ کال کې جوړ شوي  د ترکي دولتونو د تشکیلاتو لپاره هم لومړنی امتحان وو. د ترکي دولتونو تشکیلاتو په قزاقستان کې ددې پیښو د رامنځته کیدو نه سمدلاسه بیړنۍ غونډه وکړه او ددې هیواد نه خپل قوي ملاتړ اعلان کړ. ددې هیواد سره د هر ډول مرستې او ملاتړ اعلان وکړ. البته چې د ترکي دولتونو تشکیلات تر اوسه پورې پدې ډول پیښو کې د چټکۍ مداخلې د رول لوبولو د میکانیزم خاوند ندی. ترکي دولتونو تشکیلات دې کچې د رسیدو په خاطر لږ وخت ته اړتیا لري.

په قزاقستان کې وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی خو مهمه خبره د ټولو هغه دولتونو لپاره چې په سیمه کې د طاقت په رقابت کې دخیل دي د ډیر دقت نه کار اخیستل دي. ترکي دولتونو تشکیلاتو مسئولیت پدې برخه کې لا پسې ډیریږي.  



اړوند خبرونه