ایا تاسې پدې پوهیږۍ؟

ایا تاسې پدې پوهیږۍ؟

1749622
ایا تاسې پدې پوهیږۍ؟

 

ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې د استانبول د سلطان احمد خان جومات په نړۍواله کچه ځانګړی شهرت لري؟

د استانبول د سلطان احمد جومات  د ۱۷ پيړۍ تر ټولو د سترو او لرغونو اثارو نه یو دی. د ویلو ده چې د سلطان احمد نوم په استانبول کې یو مشهور میدان ته هم ورکړ شوی دی.

دا ستر او تاریخي‌ مکان  د توپ کاپي د ماڼۍ او ایا صوفیا تاریخي‌ جومات ته مخامخ  د عثماني‌ امپراتورۍ د نامتو پاچا  سلطان لومړي‌ احمد په امر د وخت د مشهور معمار صدف کار محمد اغا  لخوا  جوړ شوی یو ډیر مهم اثر دی. د ویلو ده چې ددې تاریخي‌ جومات ساختماني‌ چارې په ۱۶۰۹ کال کې پيل او په ۱۶۱۷ کال کې پایته ورسیدې.

د ویلو ده چې د سلطان احمد خان جومات په عثماني‌ دولت کې جوړ شوی لومړنی د شپږو منارو خاوند جومات دی.

په عثماني‌ دوره کې د جوړو شوو ټولو جوماتونو تر ټولو مهم عناصر د هغوې ګنبدې دي‌ خو د سلطان احمد جومات ګنبد بیا تر ټولو شانداره ګنبد ده.

دا جومات ۲۶۰ کړکۍ لري. کړکۍ پداسې شکل سره پکې جوړ شوي‌ دي‌ چې د لرې وه ورته سړی متوجه شي‌ داسې ښکاري  لکه ګنبد چې په هوا کې  او پرته د هر ډول ستنو ولاړه وي.

همداشان دا جومات داسې روښانه او پراخه دی چې بل هیڅ جومات پدې اندازه روښانه او پراخه ندی.

ددې جومات په داخل او بهر کې کارول زرغون، شنه او سپین  په زرګونو مرمرو جومات ته یوه ځانګړې ښکلا ورکړې ده. د همدې امله دا جومات په نړۍ کې د  شین جومات په توګه مشهور دی.

دا جومات د یونسکو سازمان لخوا د نړۍوالو میراثونو په لست کې شامل شوی دی. دا تاریخي‌ اثر د ترکیې د مهمو تاریخي‌ شتمنیو نه یو دی.

هره ورځ په زرګونو تنه کورني‌ او بهرني‌ سیلانیان ددې جومات نه لیدنه کوي.

 



اړوند خبرونه