د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د ترکیې او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه اړیکو ته لنډه کتنه کوو.

1742267
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د متحده عربي‌ اماراتو ولیعهد شهزاده محمد بن زید النهیان چې په فعلي‌ ډول د اماراتو مشري کوي‌ د اوږدې مودې وروسته لنډه موده مخکې ترکیې ته سفر وکړ چې ددې سفر نه وروسته د ټولو پام د ترکیې او خلیج ترمنځه اړیکو ته واوښتې. یو زیات شمیر کارپوهانو د ترکیې او خلیج د اړیکو د راتلوونکي‌ په اړه بحثونه پيل کړل. د ویلو ده چې د څه باندې لسو کلونو نه وروسته ترکیې ته د النهیان سفر ددې دوو هیوادونو د اړیکو له پلوه چې د تیرو لسو کلونو راهیسې په جدي‌ رقابت کې قرار لري‌ ځانګړې اهمیت لري. همداشان د اماراتو د ولیعهد شهزاده د سفر سره سم د ترکیې او اماراتو ترمنځه په یو زیات شمیر برخو کې د لسو میلیاردو ډالرو په ارزښت تجاري‌ او د پانګه اچونې تړونونه لاسلیک شول. دا تړونونه بیا د دواړو هیوادونو د اړیکو د راتلوونکي په اړه ډیر څه بیانوي.

د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو لسونو کلونو کې  دواړو هیوادونو د یو بل په مقابل کې د ډیر تند او سختو سیاستونو نه کار اخیستی دی خو دې ټولو ستونزو اقتصادي اړیکو ته کوم زیان ندی رسولی دی خو دا سفر بیا  د سیمې د راتلوونکې له پلوه هم ځانګړې اهمیت لري.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزو د څیړونو مشر څیړونکي‌ پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې‌ په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ډاکټر یشیل تاش وايي چې پدې وروستیو کې دواړو هیوادونو د اړیکو د نورمالولو په خاطر په متقابل ډول سره ځیني‌ مهم ګامونه اوچت کړي‌ دي خو هیچا دا تمه نه کوله چې ددې دوو هیوادونو ترمنځه به اړیکې پداسې چټکۍ سره نورمال حالت ته وګرځي.

ددې پرمختګ تر شا هم د دواړو هیوادونو لپاره ځیني‌ لاملونه شتون لري. دا سفر په اصل کې د سیمه ایز او نړۍوال بدلون ښکاره بیلګه او نتیجه ده. د ویلو ده چې په امریکا کې د باین حکومت  د منځني‌ ختیځ او خلیج په اړه په سیاستونو کې د ټرمپ‌ د دورې په پرتله جدي‌ تغیرات راوستي‌ دي. د منځني‌ ختیځ په اړه د بایدن په سیاستونو کې اصلاحاتو په سر کې د متحده عربي‌ اماراتو او د خلیج د هیوادونو اندیښنې راپارولي‌ دي.

د ویلو ده چې جو بایدن واک ته د رسیدو نه سمدلاسه وروسته په ځانګړې توګه د متحده عربي‌ اماراتو او سعودي‌ لپاره د ټرمپ‌ لخوا د ورکړ شوو سپین چک سیاستونه بیرته واخیستل او اصلاحات يي رامنځته کړل.

د دې سربیره بایدن د اټومي‌ سیاستونو له امله د ټرمپ‌ لخوا پر ایران د لګول شوو د پوره فشار سیاستونو د لرې کولو سره خلیج هیوادونه د ایران په مقابل کې هم د بعضو ضعف سره مخامخ شوی دی. د همدې امله هم خلیج هیوادونو د نوو لارو په لټولو پیل کړی دی.

ددې په غبرګون کې د سیمې هیوادونو د نورو سیمو د هیوادونو سره د تاوتریخوالي‌ د کچې د راټیټولو پریکړه کړې ده . د بله پلوه د یمن په مسئله کې د سعودي‌ عربستان او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه اختلافات ښکاره شوي‌ دي. دې اختلافاتو ددوې ترمنځه اړیکې خړې کړي‌ دي.

متحده عربي‌ امارات چې  په بهرني‌ سیاست کې  ډیر په پروګرام حرکت کوي‌  د موجود موضعیت په اړه خپل ګټه د ترکېې سره نږدې او ښو اړیکو کې ولیدله. دې هیواد د خلیج د نورو هیوادونو نه مخکې شو او د انقرې سره د ناندریزو سیاستونو او اړیکو نه لاس واخیست او ډیپلوماسۍ او نورمالو اړیکو ته يي ترجیح ورکړه.

د اړیکو د نورمالولو په اړه يي ډیر مهم ګام اوچت کړ.

د ویلو ده چې دا ګام ددې سفر سره نه بلکې  د خلیج د هیوادونو لخوا  په قطر د لګولي‌ بندیز د لرې کولو سره پيل شوی وو.

البته چې د اړیکو نورمالول یواځې د متحده ایالتونو په ګټه ندي‌ بلکې د ترکیې په ګټه هم دي. پدې حقیقت باید سترګې پټې نکړو. ځکه چې دې مسئلې ته د یو پلوي‌ بهیر په سترګه باید ونه ګورو.

انقره هم یو څه موده کیږي‌ د سیمې هیوادونو سره چې په اړیکو کې ځیني‌ ستونزې درلودې غواړي‌ دا ستونزې او اختلافات حل کړي چې د همدې امله يي په ځينو هلو ځلو پیل کړی دی.

سره ددې چې ترکیې د مصر، اسرائیل او سعودي عربستان سره د اړیکو د نورمالولو په برخه کې ځیني‌ ګامونه اوچت کړي‌ دي‌ خو تر اوسه پورې پوره نتیجه نده ترلاسه شوې.

خو که چیرې د متحده عربي‌ اماراتو سره د اړیکو د نورمالولو په برخه کې د بهیر چټکتیا ته وګورو د نورو هیوادونو سره يي مقایسه کولی هم نشو. د متحده عربي‌ اماراتو سره يي لا په چټکه توګه د ګامونو په اوچتولو پیل کړی دی. ترکیې د رڼې ډیپلوماسۍ پر وړاندې د هر ډول خنډونو د لرې کولو ته ترجیح ورکړه. ځکه چې ترکیه غواړي‌ په سیمه کې په مقابل کې جوړ شوی بلاک مات کړي.

که چیرې د مسئلې تل ته ځیر شو پدې کې د ترکیې ډیرې زیاتې ګټې نغښتي‌ دي. لومړی دا چې ترکیه غواړي‌ د یونان او سویلي قبرس په اطرافو کې جوړ کړي‌ ائتلافونه مات کړي.

د متحده عربي‌ اماراتو سره د اړیکو نورمالول ددې مسئلې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

اوس پوښتنه داده چې ایا د اړیکو دا نورمالیدل به ددې دوو هیوادونو د اړیکو د لا نږدې کیدو او پیاوړي‌ کیدو لامل وګرځي‌ او که نه؟ پرته د شکه چې ترکیه او متحده عربي‌ امارات د لیبیا، مصر او سوریې په څیر په مسئلو کې اختلاف د نظر لري. خو د متحده عربي‌ اماراتو سره ښې اړیکې به د مصر او سعودي‌ عربستان سره د اړیکو د ښه کولو او مضبوطولو لامل وګرځي. ددې سره به سیمه ایز اختلافات یو یو حل شي.

خو ددې پوښتنې د ځواب لپاره باید د ۲۰۲۲ کال لومړۍ ربع ته انتظار شو.



اړوند خبرونه