ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې ترکیه د انخرو تر ټولو ستر تولیدونکی او صادرونکی هیواد دی؟

1724156
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

 ویل کیږي‌ انځر  د بشریت په تاریخ کې  لومړنۍ میوه ده شنه شوې ده.

د نیولیتیک لرغونو کیندونو په ترڅ کې د انځر نښې او نښانې موندل شوي‌ دي. ویل کیږي‌ دا نښې او نښانې د میلاد نه مخکې ۵۰۰۰ کاله مښکې دورې پورې اړوند وي.

انځر د اناتولیا نه مخکې په سوریه او فلسطین  کې او وروسته هندوستان او چین ته  ورسیدل. همداشان په ۱۵۰۰ کلونو کې امریکا ته ورسیدل.

په ترکیه کې د انځر تر ټولو مهم مرکز د ایزمیر او ایدن ولایتونه دي. د ایدن ولایت انځر د اروپايي ټولنې لخوا د ترکیې د ایدن ولایت په نامه تسجیل شوي‌ د ترکیې لومړنۍ میوه او توکی دی.

د ویلو ده چې ترکیه نړۍ ته د وچو انځرو تر ټولو ستر صادرونکی هیواد دی. وچ انځر د روغتیايي پلوه په داخل کې د ګټورو منرالونو او تغذوي‌ مادو له پلوه یوه بډایه غذا ده. په وچو انځرو کې د تازه انځرو په پرتله د لیف کچه ډیره زیاته لوړه ده او دا ځانګړتیا يي د عاضمې د سیستم لپاره تر ټولو ګټوره ده.

همداشان وچ انځر د انتي‌اوکسیدان سرچینه ده چې د انسان په وجود کې د سرطاني‌ حجرو د رامنځته کیدو مخنیوی کوي. همداشان په ترسره شوو څیړونو کې دا هم معلومه شوې ده چې وچ انځر د ویني‌ غوړ راټیټوي‌ او د قلبي‌ ناروغیو مخه هم نیسي.

د انسان د وجود د اوسپنې اړتیا پوره کوي. همداشان د کلسیم ، پوتاشیم او ماګنیزیم  له پلوه یو ډیره بډایه میوه ده او د انسان د هډوکو قوت سره مرسته کوي.

همداشان په وروستیو تحقیقاتو کې دا هم معلومه شوې ده چې وچ او تازه انځر په ښځو کې د تي‌ سرطان د مخنیوي‌ سره هم مرسته کوي.

په نهایت کې انځر دومره ګټې لري‌ چې بیان يي ناممکنه دی. انځر یو داسې میوه ده چې کولی شۍ  د کال په هر وخت کې  وکاروۍ او استفاده کړۍ.



اړوند خبرونه