د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د سوریې په اړه د ترکیې صبر نور پایته رسیدلی دی. دا خبره د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان وکړه.

1719874
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د پي کاکا ترهګري سازمان د ځانګې وای پي جي‌ لخوا  د سوریې د خاورې نه د ترکیې پر خلاف د بریدونو اړه وویل چې زمونږ د صبر کاسه ډکه شوې ده. نور مونږ زغم نشو کولی. ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې به د پې کاکا ترهګري‌ سازمان پر خلاف یا د ځايي‌ او یا هم  د خپلو امکاناتو نه په کار اخیستو سره لازم ګامونه اوچت کړو. ولسمشر اردوغان  ددې څرګندونو سره په سوریه کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان او د هغوې د څانګو پر خلاف د تصفیوي‌ پوځي‌ عملیاتو سینګال او اشاره ورکړه.

د ولسمشر اردوغان ددې څرګندونو نه وروسته د ټولو سترګې په سوریه کې  د ترکیې لخوا پيلیدونکو عملیاتو ته اوښتي‌ دي. د بله پلوه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو څه موده مخکې د روسیې په سوچي‌ ښار کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه. دا لیدنه هم  ډیره ګټوره وه او په اصل کې یوه تعینوونکې غونډه وه.

د ترکیې د سیاسي‌ اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو د بڼسټ محقق لیکوال جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم .

جان اجون وايي چې ولسمشر اردوغان وروستیو څرګندونو چې وویل زمونږ د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده  په سوریه کې د پې کاکا ترهګري‌ سازمان تر کنټرول لاندې  په سیمو کې د پراخه تصفیوي‌ عملیاتو په اړه اشاره ورکړه. تمه کیږي‌ چې ترکیه پدې سیمه کې پراخه او هر اړخیز پوځي‌ عملیات پيل کړي. په اصل کې اوږده موده کیږي‌ چې ترکیه په سوریه کې د سترایژیک صبر حرکت کوي.

همداشان د ترکیې لخوا د امریکا او روسیې سره د کړو تړونو پر خلاف د پي کاکا ترهګري سازمان څانګه وای پي جي د ترکیې پولو ته په نږدې سیمو کې فعالیت ته دوام ورکوي.

همداشان د پي کاکا ترهګري‌ سازمان او څانګه يي  د ترکیې تر کنټرول لاندې په عفرین، عزیز، جرابلس، الباب، تل ابیض او راس العین په څیر سیمو ته د نفوذ په ترسره کولو سره هلته په ترکي‌ ځواکونو بریدونه کوي‌ او ورانکارانه فعالیتونه او ترهګریز بریدونه کوي.

همداشان نوموړي‌ ترهګر پدې سیمو کې په سیمه ایزو ځواکونو د بریدونو سره د سیمې امنیت خرابوي. په سیمه کې بې استقرارۍ او نارامیو ته لمن وهي.

پداسې حال کې چې د ترکیې وسله وال ځواکونه او ملي‌ استخباراتو منسوبین  په ترکیه او د ترکیې نه بهر د عراق په شمال کې د پي‌کاکا ترهګري‌ سازمان پر خلاف پراخه او هر اړخیزه عملیاتو ته دوام ورکوي او د ترهګرو ملا يي ماتې کړې ده  خو د پي کاکا ترهګري‌ سازمان څانګې وای پي‌ جي‌‌ او پي‌ وای جي‌ د امریکا او روسیې تر چترۍ او چت لاندې  دا ورانکارانه فعالیتونه ترسره کوي‌ او د ترکیې د صبر کاسه يي نوره ډکه کړې ده .

خو ولسمشر اردوغان په وروستیو څرګندونو کې په ډیره ښکاره توګه  ټولو ته  دا پیغام ورکړ چې په سوریه کې د ترکیې صبر کاسه او زغم پایته رسیدلی دی.

د ویلو ده ترکیې ددینه مخکې هم په سوریه کې د فراټ ډال، زیتون څانګې او سولې چینې په څیر د پام وړ هر اړخیز پوځي‌ عملیات ترسره کړي‌ دي‌ او تمه کیږي‌ چې ددینه وروسته یو ځل بیا لا هر اړخیز پوځي‌ عملیات پيل کړي.

د ویلو  ده چې ولسمشر اردوغان لنډه موده مخکې د روسیې د سوچي‌ په ښار کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه. پدې لیدنه کې دواړو مشرانو په ځانګړې توګه د سوریې په مسئلې خبرې وکړې او د همکاریو په اړه يي سلا مشورې وکړې.

دواړو پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینکار وویل چې  په سوریه کې موجودو سیاستونو کې باید اصلاحات راولي‌ او یو بل ته د ځنیو امتیازاتو د قایلیدو سره یوه نوې پاڼه پرانیسته.

د ویلو ده چې دا لیدنه او غونډه به هم په ادلب او هم د پي کاکا تر کنټرول لاندې په سیمو کې مهمې اغیزې وکړي.

خو که چیرې دواړه مشران د مثبت دریځ سره سره دې ستونزې ته مناسبه حل لاره پيدا نکړي کیدای شي‌ چې روسیې او د رژیم ځواکونه پر ادلب بریدونه پیل کړي‌‌ او ترکیه مجبوریږي‌ چې ددې برید ځواب ورکړي.

د بله پلوه داسې ښکاري‌ چې روسیه او د اسد رژیم په سوریه کې د ترکیې لخوا د پيلیدونکو هر اړخیزو عملیاتو په اړه  چوپه خوله پاتې نشي. دوې به تر وروستۍ شیبې ددې عملیاتو د مخنیوي‌ او د پیلیدو پر مهال د مقابله کولو هڅه وکړي.



اړوند خبرونه