ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیدلې چې په ترکیه کې  د لومړي‌ ځل لپاره د الوتکو د جوړولو فابریکه په ۱۹۲۶ میلادي‌ کال کې جوړه شوې وه.

1714047
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

په ترکیه کې د جمهوریت د اعلان سره سم په هره برخه کې د ستر تحولاتو بهیر پيل شو. هوايي سکتور ددې برخو نه یو وو.

د ترکیې د جمهوریت باني‌ او لومړني‌ ولسمشر مصطفی کمال په ترکیه کې د هوايي سکتور ودې او پرمختګ ته ډیر زیات اهمیت ورکولو.

اتاترک په وړاندیز  د ۱۹۲۵ میلادي‌ کال د سپټمبر د میاشتې  د اومې نیټې  د وزیرانو د شورا په غونډه کې  د درې نیم میلیونو  ترکي‌ لیرو په سرمایې د یو شرکت د جوړولو پریکړه وشوه.

ددې شرکت ۵۱ سلنه د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت او ۴۹ سلنه يي بیا د جرمني د  ( یونکرس ) په نامه د الوتکو جوړونکي‌ شرکت واخیست.

دې شرکت په ترکیه کې د الوتکو د جوړولو د فابریکې د جوړولو لپاره نسټوني‌ بډ وهل. د ترکیې د قیصري په ولایت کې د الوتکو د جوړولو فابریکه جوړه شوه. د فابریکې لازم ټول ماشین آلات د جرمني‌ نه راوړل شول.

دا فابریکه د ۱۹۲۶ میلادي‌ کال د اکتوبر په ۶ مه نيټه د دولتي‌ اراکینو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

پدې فابریکه کې ۵۰ تنو ترکانو او ۱۲۰ تنو الماني‌ کارګرانو په تولیداتو پيل وکړ.

دا فابریکه په هغه وخت کې په نړۍ کې د الوتکو تر ټولو د سترو فابریکو نه یوه وه.

د جرمني‌‌ د الوتکو جوړولو فابریکې یونکرس دوه کاله وروسته پدې فابریکه کې خپل سهم د ترکیې په هوايي ادارې وپلورله او فابریکې د یوی مودې لپاره تولیدات ودرول. همداشان

فابریکې په ۱۹۳۰ کال کې له سره په تولیداتو پيل وکړ او تر ۱۹۴۲ کاله پورې په ۷ جلا ماډلونو کې ۲۱۲ الوتکې تولید کړې .

همداشان دې فابریکې د ۱۹۴۲ کال نه وروسته یو ځل بیا خپل فعالیت ودرو. د فابریکې د فعالیت  په درولو کې د امریکا لخوا د ترکیې سره د مارشال په نامه د مرستې پلان رول ډیر زیات وو. وروسته دا فابریکه د هوايي اکمالاتو او سرویس په مرکز بدله شوه.



اړوند خبرونه