د ورځنۍ اجنډا تحلیل

پدې خپرونه کې د ترکیې لخوا په سوریه کې د ترهګرۍ پر وړاندې روانې مبارزې ته لنډه کتنه کوو.

1701666
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

پداسې حال کې چې د یو پلو نه د ترکیې وسله والو ځواکونه د ترهګرۍ پر خلاف مبارزې د خپل ټول شدت سره دوام لري‌ د بله پلوه د ترکیې  وسله وال ځواکونه د ملي‌ استخباراتو په مرسته په یو زیات شمیر هیوادونو کې په هممهاله توګه د پوځي‌ عملیاتو او هدفي‌ عملیاتو سره د پي کاکا ترهګري‌ سازمان  د ملاتړ د تیرو ماتولو ته دوام ورکوي.

د ویلو ده چې ترکیې په ځانګړې توګه پدې وروستیو ورځو کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان  د سوریې د څانګو پي‌ وای ډي‌ او وای پي جي پر خلاف په پرله پسې ډول ډیر سخت ګوزارونه ورکړي‌ دي. همداشان ترکیې پداسې حال کې دا ځل په وای پي‌ جي‌ او پي‌ وای ډي‌  بریدونه پيل کړي‌ دي‌ چې دوی د امریکا د قوي‌ حمایت لاندې دي.

د ترکیې د  سیاسي  اقتصادي‌ او ټولنیزو تحقیقاتو بڼسټ څيړونکي‌ جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د پي کاکا ترهګری سازمان د لومړي‌ ځل لپاره د  ۱۹۷۰ کلونو په منځ کې  د لوی ترهګر عبدالله اوجالان لخوا په ترکیه کې  جوړ شو. همداشان دې ترهګري‌ سازمان وروسته د سوریې د استخباراتو المغبرات سره په تفاهم کې په سوریه کې د ریښو په غځولو پيل وکړ او دلته يي د تشکیلاتو په جوړولو او لا پراخولو لاس پورې کړ.

د ویلو ده چې په سوریه کې د بشار اسد د پلار حافظ اسد د واکمنۍ په دوره کې د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان غړي  د لبنان د بقاء په کمپونو کې روزل او د ترکیې پر خلاف به يي د کارولو هڅه کوله خو د ترکیې د ډیر سخت غبرګون او ګواښونو نه وروسته په شا د ګام په اوچتولو سره عبدالله اوجالان او پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان غړي‌ د سوریې نه وشړل.

خو په سوریه کې د انقلاب نه وروسته د اسد رژیم یو ځل بیا د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان نه په ملاتړ او ددې سازمان نه د خپلو موخو لپاره په کارولو پيل وکړ. اسد رژیم د یو پل نه د پي‌ کا کا ترهګري‌ سازمان نه د کورنیو مخالفینو او ازادي‌ غوښتوونکو او د بله پلوه د ترکیې پر خلاف  په کارولو پيل کړی دی. اسد رژیم پي کاکا ترهګري‌ سازمان ته د سوریې د څانګو پي‌ وای ډي‌ او وای پي‌ جي‌ د جوړولو په برخه کې د پام وړ همکاري‌ وکړه.پدې هیواد کې ددې ترهګري‌ سازمان پر فعالیتونو او ریښو غځولو سترګې پټې کړي‌ او دوې ته د فعالیت اجازه ورکړې ده .

د پي کاکا ترهګري‌ سازمان د  یو پلو نه  د اسد رژیم سره  په ډیره پټه توګه د همکاریو د کچې د لا پياوړي‌ کولو هڅه کوله او د بله پلوه يي د سوریې په شمال کې  د خپلو ریښو په غځولو پیل کړی وو. پدې دوره کې د سوریې په شمال کې په ځینو سیمو کې نفوذ وکړ او کلاره کلاره يي دلته خپل حاکمیت ټینګ کړ. همداشان وروسته دې ترهګري سازمان د داعش ترهګري‌ سازمان سره د مبارزې په بهانه د امریکا متحده ایالتونو سره قوي‌ همکاري‌ پیل کړه.  دې ترهګري‌ سازمان په ځانګړې توګه د ۲۰۱۴ کال د په وروستیو کې  د امریکا او لویدیځ ائتلاف نه د داعش پر خلاف د وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو سره د سوریې په شمال کې د خپل حاکمیت ساحه لا پسې پراخه کړه. د شمال نه ختیځ ته غځیدلې یو زیات شمیر سیمې ونیولې . همداشان وروسته د امریکا په مرسته د رقه ، دیروزور په څیر په ولایتونو کې د نفتو کوهیان او تصفیه ځایونه ونیول. د امریکايي سرتیرو سره په ګډه دلته خپل حاکمیت اعلان کړی دی.

په اصل کې ددې ترهګري‌ سازمان هدف خپل  د کنټرول لاندې سیمې عفرین او سوریې د ختیځ‌ پورې غځول او  د ختیځې مدیترانې پورې ښکته کیدل او سمندر ته لار پیدا کول او وروسته په سیمه کې د یو کوچني‌ دولت ګوټي‌ اعلانول وو.

خو ترکیې  د جولای د ۱۵ کودتا نه وروسته  ددې اصلي‌ څیره لا په روښانه توګه ولیده او ددې په شومو اهدافو واقف شوه. ترکیې لومړی د سوریې فراټ ډال پوځي‌ عملیات ترسره کړل او وروسته بیا زیتون څانګې عملیاتو  د فرات سیند ختيځ لوري‌ ته د تل ابیض او راس العین سیمې د دې ترهګرو نه وژغورلې او تصفیه کړې. پدې ډول د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان  د لوی دولت جوړولو خوب په اوبو کې لاهو کړ. ترکیې پدې سیمو کې د عملیاتو پر مهال یو زیات شمیر امریکايي ځواکونه هم ویستو ته اړ کړل. همداشان د رورسیې او اسد رژیم  ډیری بیا د فرات سیند ختیځو سیمو کې خپلو ځواکونو په ځای په ځای کولو پيل وکړ.

د ټولو دې پرمختګونو سره سره د پي کاکا ترهګري‌ سازمان د سوریې څانګو پي‌ وای ډي‌ او وای پي‌ جي‌  اوس هم د فرات په ختیځ تل رفعت او ممبیچ په سیمو ، د فرات په ختیځ کې عین العرب نه تر مالکیه او سویل کې بیا د رقه او دیروزور پورې په یو زیات شمیر سیمو کې خپل موجودیت ته دوام ورکوي.

ترکیه د یو پلو نه په امریکا او روسیې  فشار راوستلو سره غواړي‌ ددې ترهګري سازمان اغیزې کمې کړي‌ او د بله پلوه بیا  د تماس په کرښو کې پر دوی مرګوني‌ ګوزارونه کوي‌ او همداشان استخبارات په ډیرو اغیزمندو سیمو کی عملیات ترسره کوي‌ او د ترکیې په وسلو سمبال الوتکې هم ددې ترهګر تش په نامه مشران او جګپوړي‌ یو یو په نښه کوي‌ او له منځه وړي.

همداشان ترکیې په سیمه کې ددې ترهګري‌ سازمان د اغیزو د لمنځه وړو په خاطر د کوردانو او عربانو سره د تفاهم په کولو سره هغوې ددې ترهګري‌ سازمان پر خلاف پاڅولي‌ دي.

د ویلو ده چې ترکیې د پي‌ کاکا ترهګري‌ سازمان باندې په عراق کې حلقه ډیره زیاته تنګه کړې او حتا د فعالیت ساحه يي ورته له منځه وړې ده . دا ترهګری سازمان غواړي‌ چې د خپلې بقاء په خاطر د امریکا تر سیوري‌ او ملاتړ لاندې په سوریه کې خپل شتوالي‌ ته دوام ورکړي. خو ترکیې پدې وروستیو کې ددې ترهګري‌ سازمان پر خلاف د ترسره کړو ډیرو مهم عملیاتو او ګوزارونو سره دوې ته دا پیغام ورکړ چې په هیڅ ځای کې خوندي‌ او په امن کې ندي. هر چیرې او په هره څمڅه کې چې پټ شي د بریدونو نه به خلاص نشي.

ترکیه ددې ترهګري‌ سازمان پر خلاف عملیات ته دوام ورکوي‌ او د هرې ورځې په تیریدو سره يي ملا تیر ماتوي.



اړوند خبرونه