ایا تاسې پدې پوهیدلۍ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ؟

1666041
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ؟

 

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ چې د دونر کباب په ترکیه کې نږدې ۳۰۰ کاله لرغونوالی او تاریخ لري.

په اناتولیا کې د دونر کباب تاریخ  ۱۷۵۰ کلونو ته غځیږي . د ارشیفونو د اسناد او شواهدو له مخې په اناتولیا کې دونر کباب د ۱۷۵۰ کلونو نه وروسته مروج شوی دی.

دونر کباب چې د منځني‌ ختیځ د سیمې د مشهورو کبابونو نه یادیږي‌ د ۱۸ مې پیړۍ نه وروسته يي په عثماني‌ پخلنځي‌ کې خپل ځای نیولی دی.

د ویلو ده چې دونر کباب په جوړولو کې د سکرو د پاسه د پسه د پخولو نه الهام اخیستل شوی دی. په بعضو سرچینو کې ویل شوي‌ دي‌ چې د دونر کباب د جګړې پر مهال د عسکرو لخوا خامه غوښه په سره په سر په یو لرګي‌ کې د ټنبولو او وروسته دا غوښه په اور د پخولو نه وروسته مروج شوې ده.

همداشان یوه بله سرچینه بیا ادعاء کوي چې د دونر کباب په ۱۸۵۰ میلادي کال کې د ترکیې د بورسا په ولایت کې د مشهور کبابچي‌ اسکندر بای لخوا کشف او ترکي‌ پخلنځي  ته اضافه شوی دی.

ویل کیږي‌ د دونر کباب اصلي‌ ټاټوبی د ترکیې د بورسا ولایت دی. ویل کیږي‌ د کله چې اسکندر کوچنی وو پلار به يي په رستورانت کې  پسونه په لرګي‌ کې ټنبل او بیا به یي په اور پخول چې ډیر خوندور به راتلل.

وروسته هغه بیا ددې نه په المام اخیستو سره دونر کباب کشف کړ.

د ویلو ده چې دونر کباب په ټوله نړۍ کې د سانډویچ په څیر د فسټ فوډ په توګه په شلمه پيړۍ کې مینه والو ته وړاندې شول.

دونر کباب د ترکیې تر ټولو مشهور او د خلکو د خوښې وو کباب دی. دا کباب هم د چرګ د غوښې او هم د غويي او اوري‌ د غوښو نه جوړیږي او پخیږي.

دونر کباب نن ورځ د ترکېې سربیره د نړۍ په ګوډ ګوټ کې ځانګړي‌ مینه وال لري.



اړوند خبرونه