ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې ترکیه د روغتیايي ګرځندوی په برخه کې د نړۍ تر ټولو زیات ترجیح ورکوونکو هیوادونو نه یو دی؟

1661983
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

د ډیرو پخوانیو پیړیو او تاریخ په اوږدو کې انسانانو د ناروغیو پر مهال د تداوۍ په خاطر تل نورو سیمو او حتا هیوادونو ته سفر کړی دی.

همداشان د ټرانسپورت، مخابراتو او روغتیايي ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ سره نن ورځ روغتیا ګرځندوی سکتور لا زیات عام شوی دی.

همداشان ترکیه د جغرافیوي‌ او ستراتیژیک موقعیت ، د لوړ کیفیت خدماتو، لوړ ظرفیت، ښه اقلیم، هر ډول اسانتیاو، د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو او تر ټولو مهمه مناسب قیمت او لوړ کیفیت له پلوه تر ټولو زیات ګرځندویانو د خوښې هیواد دی.

د ویلو ده چې په ترکیه کې د تداوۍ  او عملیاتو بیه د یو اروپايي او لویدیځو هیوادونو په پرتله ډیره زیاته مناسبه ده. که چیرې په ترکیه کې د روغتیا ګرځندوی سکتور د اروپا سره مقایسه کې ترکیې ته د ترجیح ورکولو یواخنی سبب د بیې مناسبوالی ندی.

په ترکیه کې په روغتیايي برخه کې ډیر لوړ کیفیت او ستندرد، لوړ ظرفیت، فردي‌ لوړ خدمات، په ډیره لنډه موده کې د تداوۍ پيلول او ددې هیواد بډایه تاریخ او کولتوري‌ میراث هغه مهم فکټورونه دي چې ترکیه يي د جاذبې په مرکز بدل کړی دی.

د ویلو ده  چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره روغتیايي موسسات او ادارې باید د  اعتبار ورکوونې د ګډ نړۍوال کمیسیون لخوا باید تاییدي ترلاسه کړي.

په ترکیه کې ۴۵ روغتیايي موسساتو او اداراتو ددې کمیسیون تاییدي‌ اخیستې ده. ترکیه پدې برخه کې په نړۍ کې په دویم کتار کې ځای لري.

د ویلو ده چې نړۍوال ناروغان د تداوۍ په خاطر تر ټولو زیات د ترکیې استانبول، انقرې، انتالیا، ایزمیر، ایرزوروم او وان په څیر ولایتونو ته ترجیح ورکوي.

نړۍوال ناروغان تر ټولو زیات د نسايي ولادي، سترګو ، سینې، عمومي‌ جراحي، داخله، اورتوپیدي، سرطان ناروغۍ، زړه ناروغۍ، غوږونو پزې او ستوني او یورولوژۍ په څیر په برخو کې د تداوۍ په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکوي.

ددې ترڅنګ پلاستیکي‌ جراحي، د ویښتانو کینولو، غاښونو تداوۍ په څیر برخې هم هغه برخې دي‌ چې تر ټولو زیات ناروغان لري.



اړوند خبرونه