د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

په ننۍ خپرونه کې د منځني‌ ختیځ د وروستیو  تحولاتو په اړه لنډ بحث کوو.

1639415
د ترکیې د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

د ترکیې د سیاسي اقتصادي‌ او ټولنیزې څیړونو بڼسټ څیړونکي‌ جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

څیړونکی جان اجون  وايي چې په امریکا کې د اقتدار  بدلیدو  په منځني‌ ختیځ باندې ډیرې بدې او جدي‌ اغیزې کړي‌ دی. په ځانګړې توګه په منځني‌ ختیځ کې یو زیات شمیر شهزادګانو چې د ټرمپ‌ د ډیر قوي‌ ملاتړ نه برښمند وو او نن ورځ يي‌ دا ملاتړ د لاسه ورکړی دی نن ورځ‌ خپلو سیاسي‌ موقفونو د لاسه ورکولو له ډاره د ځینو تغیراتو او بدلونو په لټه کې دي.

د بله پلوه د امریکا نوي‌ حکومت د ایران سره له سره د اټومي‌ مذاکراتو پيلولو د اسرائیل ډیر سخت غبرګون پارولی دی. اسرائیل په سیمه کې د نوو پارونکو اقداماتو په لټه کې دی.

ترکیه بیا غواړي‌ چې پدې معادله کې خپلې ګټې لا پسې خوندي‌ کړې .

د ویلو ده چې منځني‌ ختیځ د نړۍ تر ټولو د متحرکو سیمو په سر کې قرار لري. په سیمه کې د استقرار او امنیت نه لا زیات د ګډوډیو ، جګړو، نښتو او وژنو په اړه بحث کیږي. له بده مرغه چې ددې سیمې جګړې او نښې په اصل کې د طاقت او قوت د مجادلې نه سرچینه اخلي. همداشان دا سیمه نن ورځ‌ د نیابتي‌ جګړو پر مرکز بدله شوې ده . بهرنۍ مداخلې ددې سیمې  ستونزې او جګړه لا پسې ژوره کړې ده . پدې سیمه کې نښتې او جګړه د چا خبره د بهرنیو لخوا کنټرولیږي. څه وخت چې زړه وغواړي‌ پدې وخت کې دلته ستونزې او جګړې رامنځته کوي.

سره ددې چې ترکیه د منځني‌ ختیځ یو دولت ندی خو بیا هم ددې سیمې د وضعیت نه تر ټولو زیات اغیزمن شوی هیواد دی.

د ویلو ده چې په امریکا متحده ایالتونو کې د واک او اقتدار بدلیدیو سره په منځني‌ ختیځ‌ کې په موازنو هم ډیرې اغیزې وکړې او حتا د موازنې بدلیدو ته يي لار هواره کړه. د منځني‌ ختیځ هغه قوتونه او هیوادونه چې د ټرمپ‌ د جدي‌ ملاتړ نه برښمندې وې او خپل ټولو سیاستونو ته دې ملاتړ له مخې شکل کړی وو نن ورځ د جدي‌ ستونزو سره مخامخ دي. دا قوتونه او دولتمشران غواړي چې په خپلو سیاستونو کې تغیرات راولي‌. ټول د جدي‌ اصلاحاتو په لټه کې دي.

خو کیدای شي چې دا مسئله مثبت تاثیرات رامنځته کړي. په امریکا کې د پخواني‌ ولسمشر ځانی ناستي‌ او نوي‌ ولسمشر جو بایدن د ټرمپ‌ د سیاستونو پر خلاف د یو پلو نه د امریکا سره د اټومي‌ مذاکراتو په میز کیناست او غواړي‌ چې پر ایران لګیدلي‌ فشارونه او بندیزونه سپک کړي‌‌ او د بله پلوه يي د ټرمپ‌ د قوي‌ ملاتړ نه برښمند د متحده عربي‌ اماراتو او سعودي‌ عربستان د ولیعهد شهزاده ګانو نه ملاتړ کم کړی دی. همدا خبره په سیمه کې د نوو تغیرات زیری ورکوي. د ویلو ده چې د بایدن حکومت متحده عرب اماراتو او سعودي‌ عربستان ته یو بل ګوزار هم ورکړ چې هغه د ترهګرو د لست نه د حوثي یاغیانو ویستل وو.

دې خبرې اسرائیل هم ډیر اندیښمن کړي‌ دي. ځکه چې د همدې عرب هیوادونو د هلو ځلو او اسرائیل سره د ښو اړیکو په نتیجه کې د لومړي‌ ځل لپاره ځینو عرب هیوادونو اسرائیل دولت په رسمیت وپیژنده او پدې هیواد کې سیاسي‌ نماینده ګۍ پرانیستې .

نن ورځ‌ چې کله امریکا ددې عرب هیوادونو نه ملاتړ کم کړ او ددوې دښمن د ایران سره د اټومی‌ مذاکراتو او په ایران د لګیدولو فشارونو سپکولو پریکړه وکړه دې خبرې په سر کې اسرائیلو غبرګون راپارولی دی. اسرائیل هڅه کوي‌ چې په یو ډول نه په یو ډول ددې خبرې مخه ونیسي. اسرائیل په مستقیمه توګه وايي چې غواړي‌ چې امریکا او ایران ترمنځه په اړیکو کې د نرمښت او مثتبې فضا مخه ونیسي.

اسرائیل د همدې هدف په رڼا کې هم په خپله په ایران کې ددې هیواد پر خلاف د فعالیتونو کچه لوړه کړې او هم په سوریه کې  وخت نا وخته په ایراني‌ پوځي‌ هدو او ځواکونو مخامخ بریدونه کوي. همداشان په خلیج او بحرالاحمر کې دواړو هیوادونو د یو بل په کښتیو هم بریدونه کوي. خو روان وضعیت ته په کتو سره ایران تر ډیره حده کوشش کوي‌ چې د اسرائیل د تحریک امیزه اقداماتو نه ځان لرې وساتي‌ او ډډه وکړي.

په خلیج هیوادونو کې ځینو چې د ټرمپ‌ د قوي‌ ملاتړ له امله ځان د هغه د چترۍ لاندې ډیر ډاډمن او په امن کې احساسولو نن ورځ  دا  ځان د پخوا په څیر په امن کې نه احساسوي چې د همدې امله يي په خپلو سیاستونو کې د اصلاحاتو راوستو په هڅه پيل کړی دی.

نوموړو د خپلو نوو سیاستونو په چوکاټ کې ترکیې ته مخه کړې ده او د ترکیې دښمنه سیاستونو نه يي په کلاره کلاره لاس په اخیستو پیل کړی دی. سره ددې چې تر اوسه پورې پدې اړه غوڅ ګامونه ندي‌ اوچت شوي‌ خو د خپو غږونه يي راځي. د ویلو ده چې مصر ، سعودي‌ په څیر هیوادونو چې د ترکیې سره په اړیکو کې جدي‌ ستونزې لرلې نن ورځ په خپلو سیاستونو کې نرمښت راوستی .

نن ورځ دا هیوادونه پدې ډیر ښه پوه شوي‌ دي‌ چې ترکیه د سیمې‌ یو ډیر مهم هیواد دی او ددې هیواد په اړه په خپلو سیاستونو کې باید اصلاحات رامنځته کړي.

هغه هیوادونو چې د ټرمپ‌ په دوره کې د ترکیې پر خلاف ګډه جبهه جوړه کړې وه نن ورځ ټول په یو ډول نه په یو ډول د ترکیې سره د اړیکو د نورمالولو هڅه کوي.

پدې چوکاټ کې د ترکیې ولسمشر او سعودي‌ عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ترمنځه څو ځله په پرله پسې ډول ټیلیفوني‌ خبرې وشوې . په اصل کې مهم پرمختګ د ترکیې او مصر ترمنځه په اړیکو کې رامنخته شو. د ترکیې او مصر ترمنځه چې د تیرو څه باندې ۷ کلونو راهیسې په اړیکو کې جدي‌ ستونزو شتون درلود د لومړي‌ ځل لپاره په مخامخ لیدونو کتنو پيل شوی دی. لنډه موده مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ یو هئیت د مصر په بلنه پلازمینې قاهرې ته سفر وکړ. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا لیدنه ډیره ګټوره وه او زیاته کړه چې د مصر د بهرنیو چارو وزیر سره هم څو ځلې لیدنې هم کړي‌ دي.

دواړو هیوادونو ترمنځه د ګټې ګټې په بڼسټ ولاړو د اړیکو د جوړولو هڅه روانه ده.

همداشان پرمختګ پخپله په منځني‌ ختیځ کې د جدي‌ بدلونونو ښکارندويي‌ کوي.

داسې ښکاري‌ چې نور هیوادونه هم په یو ډول نه په یو ډول په خپلو اړیکو کې بدلون رامنځته کړي‌ او پخواني‌ سیستم او دښمنیو نه لاس واخلي.

همداشان آټکل کیږي‌ چې دا پرمختګونه په منځني‌ ختیځ کې د نیابتي‌ جګړو مخه هم ونیسي. حداقل د یوې مودې لپاره دا جګړې ودروي. خو د اسرائیل او ایران لخوا اوچتیدونکې ګامونه هم ډیر مهم دي.

ددې هیوادونو ترمنځه په سیمه کې احتمالي توده جګړه کیدای شي‌ چې په ټولې سیمې ډیرې بدې اغیزې وکړي. ددوې د جګړې د اور په لمبو کې  ټوله سیمه وسوځي.

ترکیه ددې ټولو ترڅنګ په عراق او سوریه کې د ترهګرۍ پر خلاف عملیات ته هم د ټول شدت ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه