د ورځنۍ اجنډا تحلیل
پدې خپرونه کې د ترکیې نه د لیبیا د ملي یووالي د حکومت د لومړي وزیر په مشرۍ د کابینې د ۱۴ وزیرانو لیدنې او دواړو هیوادونو اړیکو ته لنډه کتنه کوو.
د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید الدبیبه د لومړي وزیر په توګه په دنده د تاکل کیدو نه راپدیخوا خپل تر ټولو جګپوړی سفر ترکیې ته وکړ. الدبیبه د ۲۰۲۱ کال د اپریل په ۱۲ مه نيټه د خپلې کابینې د ۱۴ تنو وزیرانو په ملګرتیا ترکیې ته راغی او د ترکیې او لیبیا ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو شورا په لومړۍ غونډه کې ګډون وکړ.
ددې غونډې په نتیجه کې د ترکیې او لیبیا د حکومتونو ترمنځه په جلا جلا برخو کې پنځه ډیر مهم تړونونه لاسلیک شول.
د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ د امنیتي څيړونو مشر ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
ډاکټر یشیل تاش وايي چې دا سفر د هر څه نه مخکې په سمبولیکه توګه هم ځانګړی اهمیت لري. د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړی وزیر عبدالحمید الدبیبه د ۲۰۲۱ میلادي کال د فبروري په پنځمه نیته د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته هم هغه او هم د لیبیا د ولسمشرۍ شورا رئیس محمد یونس المنفي د یو زیات شمیر هیوادونو د حکومتونو او دولتونو د مشرانو لخوا د مبارکۍ پيغامونه ترلاسه کړي وو.
ددې ترڅنګ الدبیبه او المنفي هم پخپله د یو زیات شمیر هیوادونو د حکومت او دولت مشرانو نه د هغوې هیوادونو ته د سفر بلنې ترلاسه کړې او هم دوې په لیبیا کې د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو کوربه توب وکړ.
د ویلو ده چې په لیبیا کې د اوږدې مودې کورنۍ جګړې او خپلمنځنیو اختلافاتو نه وروسته د لومړي ځل لپاره یو داسې حکومت چې د ټولو خواو استازیتوب کوي او د پراخه مشروعیت نه برښمند دی رامنځته شوی دی او په کار يي پیل کړی دی. د همدې امله یو زیات شمیر هیوادونه چې د لیبیا په مسئله کې دخیل دي غواړي چې په یو شکل نه په یو شکل ددې حکومت سره نږدې اړیکي جوړې کړي.
پدې هیوادونو کې د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر اصلي ملاتړي هیوادونه لکه متحده عربي امارات، مصر، روسیه او فرانسه چې غوښتل يي د لیبیا ملي وفاق حکومت وپرزوي او خفتر واک ته ورسوي هم شامل دي.
یواځې دا هیوادونه نه بلکې یو زیات شمیر نور هیوادونه چې په راتلوونکې کې د لیبیا د امتیازیاتو نه د مستفیدیدو تمه لري ددې هیواد سره د ښه اړیکو جوړولو او د خپل نفوذ د ساحې د پراخولو په لټه کې دي.
پداسې یوې فضا او وضعیت کې بیا د لیبیا لومړي وزیر او ولسمشرۍ د شورا رئیس د خپلو ۱۴ تنو وزیرانو سره یو ځای ترکیې ته سفر کول پخپله ددې پيغام ورکوي چې ترکیه بیا د لیبیا په مسئله کې د دخیلو ټولو اکټورانو په منځ کې په لومړي کتار کې ځای لري او د لیبیا د موجود حکومت لپاره ځانګړې ځای او اهمیت لري.
یعنې د ترکیې او نورو هیوادونو ته ددوې د سفر فرق هم په همدې مسئله کې دی . د لیبیا د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر د یو ډیر ستر هئیت په ملګرتیا ترکیې نه لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې د لیبیا موجود حکومت لومړي وزیر د کابینې په جوړولو کې په هیواد کې د ټولو ښارونو او سیمو توازن په نظر کې نیولی دی. دا کابینه په اصل کې د روغې جوړې او امتیازاتو کابینه ده.
د لیبیا نوې کابینه چې په لویه پيمانه یوه تکنوکراته کابینه ده اصلي دنده او هدف يي په هیواد کې د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۲۴ مه نیټه ټولټاکنو ته زمینه برابرول، ویشل شوي او رقیبو ارګانونو یو ځای کول او پدې موده کې په هیواد کې د موجودو اختلافاتو له منځه وړل او ټولو خلکو ته یو شان خدمت کول دي.
د ویلو ده چې په لیبیا کې په ۲۰۱۱ کال کې د قذافي د حکومت د پرزول کیدو نه نه وروسته هیواد د یو ډول ناڅرګندۍ پر لورې لاړ . همداشان په ۲۰۱۴ کال کې د خلیفه حفتر لخوا د کورنۍ جګړې د پيلولو او په ۲۰۱۹ کال کې حفتر د طرابلس د حکومت د پرزولو په خاطر د پراخو بریدونو د پيلولو سره هیواد ښه پسې د یو څلیخو په ډنډ کې ډوب کړ.
دې جګړو او واک د ترلاسه کولو په خاطر مبارزې ددې هیواد د روغتیا نه نیولې تر تعلیمه او تر امنیته پورې په هره برخه کې زیربناګانې له منځه یوړې او هیواد يي د جدي ننګونو سره مخامخ کړ. هیواد يي د هر پلوه په یو کنډوالې بدل کړ.
نن ورځ د لیبیا د خلکو یواځنۍ غوښتنه نصبي امن او په ډیره ټیټه کچه که هم وي دوې ته د خدماتو وړاندې کول دي.
د همدې امله د الدبیبه په مشرۍ د لیبیا ملي یووالي حکومت مجبور دی چې که لږ هم وي د لیبیا د خلکو په ژوند کې تغیرات راولي او هغوې ته د ژوند په چارو کې اسانتیاوې برابرې کړي. هغوې ته که لږ هم وي خدمات وړاندې کړي. د هغوې د ژوند د ورځنیو چارو کې د نورمالولو په خاطر ډیرې ساده او اسانې حل لارې ومومي.
دا سفر د همدې پلوه هم ډیر مهم وو. الدبیبه پدې سفر کې د خپلې کابینې هر وزیر خپل ترکي سیال سره معرفي کړ او ددینه وروسته په مخامخ ډول د مستقیمو همکاریو په خاطر يي زمینه برابره کړه.
ددې سفر په چوکاټ کې د لیبیا د بهرنیو چارو ، پوهنې، کورنیو چارو ، چاپیریال، سیمه ایزو اداراتو، مسکن، تجارت، خزانې او مالیې او انرژۍ وزیرانو د خپلو ترکي سیالانو سره جلا جلا لیدنې او ناستې وکړې.
همداشان د لیبیا د ملي یووالي د حکومت لومړی وزیر چې د ملي دفاع وزارت مسئولیت هم په غاړه لري د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار سره يي جلا لیدنه وکړه.
ددې لیدونو کتنو او ترکیې او لیبیا ترمنځه د لاسلیک شوو تړونونو په نتیجه کې د یو ترکي شرکت لخوا په لیبیا کې د برښنا د درې جلا جلا سنټرالونو د جوړولو پریکړه وشوه.
په لیبیا کې د کورنۍ جګړې پر مهال د نورو برخو په څیر انرژۍ او په ځانګړې توګه د برښنا زیربناګانو او بنسټونو ته هم جدي زیان رسیدلی دی. ډیری سنټرالونه له منځه تللي او کوم چې جوړ پاتې دي هغه هم د نه پاملرنې له امله له فعالیته غورځیدلي دي.
د همدې امله دا نوي جوړیدونکې د برښنا سنټرالونه به پدې هیواد کې د برښنا ستونزه تر ډیره حده حل کړي.
د ویلو ده چې د انرژۍ او برښنا په برخه کې دا همکاري به د راتلوونکو همکاریو پيل وي. ددینه وروسته به ترکیه پدې برخه کې خپلې تجربې د لیبیا سره شریکې کړي او ددې هیواد کدرونه به وروزي.
د ویلو ده چې د لیبیا نوی حکومت پدې خبره ډیره ښه اګاه دی چې ترکیه د لیبیا لپاره یو واقعي دوست او په سیمه او نړۍ کې یو ډیر مهم اکټور دی. همداشان نورو سیمه ایز او نړۍوال اکټوران هم د ترکیې اهمیت منلی دی.
نن ورځ اروپايي هیوادونه او امریکا پدې ډیر ښه پوهیږي چې د ترکیې پرته په لیبیا کې موجود سوله او امنیت او سیاسي بهیر ناشونی دی.
د ویلو ده چې په لیبیا کې ننی حکومت او موجود نظام رامنځته کیدو کې د ترکیې پر رول هیڅوک سترګې پټولی نشي.
پداسې حال کې چې د نړۍ ډیری هیوادونو د لیبیا په مسئله کې د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر تر څنګ ځای ونیول او د هغه نه يي ملاتړ کولو ترکیه یواځنی هیواد وو چې د لیبیا د مشروع حکومت چې د ملګروملتونو سازمان لخوا په رسمیت پیژندل شوی وو ترڅنګ ځای ونیو. ددې حکومت د په خپو درولو او دوام په خاطر يي تر وروستۍ درجې هلې ځلې وکړې . دا حکومت يي د پرزیدو نه وژغوره.
د همدې امله نن ورځ د لیبیا موجود حکومت لپاره د ترکیې اهمیت او ځای جلا دی. ترکیې ته د خپل واقعي دوست او ستراتیژیک شریک په سترګه ګوري.