ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې د ترکیې د استانبول ښار سربیره په ترابزون ولایت کې هم د ایا صوفیا کلیسا شتون لري چې اوس مهال په موزیم اړول شوې ده ؟

1592377
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

 

د ترکیې د ترابزون په ولایت کې د ایا صوفیا موزیم د بیارغونې چارې چې په ۲۰۲۰ کال کې پایته رسیدلې وې یو ځل بیا د نندارچیانو پر مخ پرانیستل شو.

د ترابزون په ولایت کې د ایا صوفیا کلیسا د ۱۲۵۰ او ۱۲۶۰ مو میلادي کلونو ترمنځه جوړه شوې ده .

د ویلو ده چې دا کلیسا په وروستیو وختونو کې جوړه شوې تر ټولو ښکلو کلیساګانو نه یوه ده. همداشان په ۱۴۶۱ میلادي کال د عثماني امپراتورۍ لخوا د سیمې د فتحه کولو نه وروسته کلیسا په همدې ډول خپل اهمیت ته دوام ورکړی دی.

په ۱۶۷۰ میلادي کال کې عثماني امپراتورۍ د اړتیا له مخې دا کلیسا پر جومات واړوله.

همداشان د لومړۍ نړۍوالې جګړې نه وروسته دا جومات لومړی په ډیپو وروسته په روغتون او وروسته بیرته په جومات واړول شو.

د ویلو ده چې د ترابزون په ولایت کې د ایا صوفیا جومات د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۲ کلونو ترمنځه ورغول شو او په ۱۹۶۴ میلادي کال کې د نندارچیانو پر مخ پرانیستل شو.

د ویلو ده چې ایا صوفیا د تاریخي ارزښتونو سربیره د هنر د تاریخ له پلوه هم یو بې ساری تاریخي اثر دی. همداشان دا اثر نن ورځ هم خپل ارهمیت محفوظ ساتلی دی.

ایا صوفیا د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځه ورغول شو او د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې یو ځل بیا د نندارچیانو پر مخ پرانیستل شو. نن ورځ دا جومات په موزیم اړول شوی دی.

همداشان دا تاریخي اثر د پراخې وبا ناروغۍ سره سره د ډیر زیات شمیر نندارچیانو کوربه توب کړی او کوي يي.

هره ورځ په سلګونو تنه ددې موزیم نه لیدنه کوي.



اړوند خبرونه