ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ چې د ترکیې د ایسکي شهر ولایت په نړۍ کې تر ټولو خوندي او ډاډوړ ښآرونو په منځ کې په اتم کتار کې ځای لري؟
د نړۍ په کچه مشهور څیړنیز شرکت نومبیو هر کال د نړۍ تر ټولو خوندي او د ډاډوړ ښارونو لست جوړوي.
ددې لست د لومړنیو لسو ښارونو په کتار کې د ترکیې د مرکزي اناتولیا په سیمه کې پروت د ایسکي شهیر ولایت هم شتون لري.
دا څیړنیز شرکت د نړۍ تر ټولو خوندي او د ډاډ وړ ښارونو د ټاکلو په خاطر په ښارونو کې د جرایمو کچه، اسانتیاوې، ټرانسپورت او یو زیات شمیر نور مسائل په نظر کې نیول کیږي.
د ترکیې ایسکی شهیر ولایت په تیرو ۳ کلونو کې پدې لست کې ۴۱ پوړه لوړ شوی او اتم کتار يي ځان رسولی دی.
د ویلو ده چې دا شرکت پدې لست کې ۴۳۱ ښارونه ټاکي . همداشان پدې لست کې د ترکیې د انتالیا ولایت په ۶۱ ، بورسا ولایت په ۷۴ یم، ازمیر ولایت په ۷۷ یم ، پلازمینې انقرې په ۱۸۳ یم او استانبول په ۲۶۳ م کتار کې ځای نیولی دی.