په دایکندي ولایت کې د مساپروړونکي موټر د چپه کیدو له امله ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د دایکندي په ولایت کې د مساپروړونکې موټر د چپه کیدو له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
1769090
د افغانستان د دایکندي په ولایت کې د مساپروړونکې موټر د چپه کیدو له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د باختر خبري اژانس د خبر له مخې د دایکندي ولایت په مرکز نیلي کې د یو فلاینګ کوچ مساپروړونکې موټر د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۳ تنو ژوند لاسه ورکړی او د درې تنو میرمنو په ګډون ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ټپیانو نه د ۶ تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
د موټر د چپه کیدو لامل معلوم ندی خو کیدای شي چې په واورو کې د خویدو په نتیجه کې چپه شوی وي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی